لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل په رفح هوايي بریدونه کړي


د اسرايل پوځ ويلي، د ګل/دوشنبې په سهار يې د جنوبي غزې په رفح کې پرله پسې بريدونه کړي دي. د اې پي خبري ادارې ترمخه د اسرايل پوځ ويلي، د رفح ضلعې په شبورا علاقه کې یې د ترهګرو اهداف په نخښه کړي دي.

د اسرايل پوځ ویلي، حملې سر ته رسول شوي خو نور تفصيل یې نه دی ویلي.

د اې پي ترمخه د فلسطين د صحت چارواکو په سمدستي توګه په بريدونو کې د کومې مرګ ژوبلې معلومات نه دي ورکړي خو اې اېف پي د حماس د کنټرول لاندې د صحت د وزارت له قوله ويلي، په بريدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د غزې په جنوب کې د رفح سيمه کې د حماس د وسله والو ضد ځمکنيو عملياتو نه وړاندې د زرګونو په شمېره کې خلکو ته د "خوندي لارې" ورکولو ويلي وو.

خو دا نه ده په ډاګه شوې چې بې ځايه کېدونکي فلسطينيان به چرته ځي.

نېتن ياهو د (اې بي سي) سره په مرکه کې ويلي وو، اراده لري چې د اسرايل ځواکونه په رفح کې د حماس څلور بټالينز باندې حملې وکړي. هغه ویلي وو په غزه کې د وسله والو ضد ګټه تر هغې نه شي ترلاسه کولی چې د مصر پوله یې نه وي پاکه کړي.

د غزې د دوه اعشاريه درې ملينه ابادۍ نيم خلک دغه لرې پرتې جنوبي علاقې ته تللي، او په نړیواله کچه د نېتن ياهو د ځمکنيو عملياتو د حملو په امکان اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

او د اسرایل مشر ویلي، "مونږ دغه کار کوو او ملکي خلکو ته به خوندي لاره ورکوو".

د هغه نه پوښتنه شوې دغه خلک به چرته ځي، نوموړي ویلي د اسرایل چارواکي " په دغه پلان کوي".

سپينې ماڼۍ ويلي، صدر جوبايډن د اتوار په ورځ د نېتن ياهو سره په ټیليفون خبرې کړي او ورته یې ویلي، د اسرايل پوځ بايد "د يو ملين څخه زياتو خلکو چې دغلته یې پناه اخستې د هغو دپاره د باوري او قبلېدو وړ منصوبې پرته" دغه سيمې پله پرمختګ ونه کړي.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش ویلي، که د اسرايل پوځ دغه سيمې ته خپل عمليات غځوي د "غټې سانحې خطره" ده.

هغه ويلي، "مونږ به په زوره د خلکو بې ځايه کولو ملاتړ ونه کړو".

بايډن د اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې وروسته د اسرایل د ځان د دفاع د حق ملاتړ کوي، تېره اوونۍ يې ویلي په غزه کې د سرايل د پوځ عمليات په سر کې دي.

جرمني او برتانيې په رفح کې په عملياتو اندېښنه څرګنده کړې او سعودي عرب پرې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د غونډې رابللو ويلي دي.

د حماس ټي وي الاقصا د حماس د يو مشر له قوله ویلي که اسرایل په رفح کې ځمکني عمليات کوي، مذاکرات يا خبرې به د مينځه لاړې شي.

حماس چې امریکې، برتانيې او يورپي يونين ترهګره ډله ګرځولې، حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې 1200 کسان یې وژلي او 240 يې يرغمل کړي خو په دوی کې په نومبر خواوشا 100 خوشي کړل شوي وو.

د حماس د صحت چارواکو ویلي، په غزه کې د اسرايل په عملیاتو کې د 28,000 نه زيات کسان وژل شوي دي.

مصر ګواښ کړی، که د اسرايل حملې د غزې پولې رفح ته وغځېدې د اسرايل سره به د امن معاهده ماته کړي. د اې پي ترمخه دوه مصري چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط دغه خبره کړې ده.

(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG