لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اردن شاه عبدالله سره د مسجدالاقصا په موضوع خبرې کړي


د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې نېټن یاهو او شاه عبدالله لیدل کېږي چې په عمان کې ملاقات کوي
د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې نېټن یاهو او شاه عبدالله لیدل کېږي چې په عمان کې ملاقات کوي

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ د اردن د غیر اعلانیه سفر په مهال شاه عبدالله ثاني سره وليدل او د اردن شاهي دربار وویل دواړو رهبرانو د مسجدالاقصا، د سيمې په امنیت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

اردن ته د نېټن یاهو د سفر په اړه اردن په یو سرکاری بیان کې وویل اسرایلي وزیراعظم او شاه عبدالله ثاني په بنیادي توګه په قدیم مشرقي یروشلم کې مسجدالاقصا د حېثیت په اړه خبرې وکړې.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي مسجد الاقصا په مشرقي یروشلم کې په یو پراخه کنډاو پروت دی چې مسلمانان يې د د قبه الصخر یا الحرام شریف او یهودیان يې د جبل العمبد په نامه هم یادوي.

د اردن شاهي دربار وویل شاه عبدالله ثاني د اسرایل نه غوښتنه وکړه چې د مسجدالاقصا موجوده حېثیت دې بحال وساتي. په موجوده وخت کې یهودیان په مخصوصو وختونو کې مسجدالاقصا ته ورتللی شي خو عبادت نشي کولی.

اردن وویل شاه عبدالله ثاني په دې خبره ټینګار وکړو چې اسرایل دې د تشدد ګامونه وردوي چې د اسرایل او فلسطينیانو ترمنځ امن دپاره کوښښونو ته نقصان رسوي.

په کال ۱۹۶۷ کې عربانو سره جنګ کې چې اسرایل مشرقي یروشلم ونیولو نو د دغه وخت راهسې د یوې غیر رسمي معاهدې دلاندې د مسجد الاقصا انتظام د اردن چارواکي کوي
په کال ۱۹۶۷ کې عربانو سره جنګ کې چې اسرایل مشرقي یروشلم ونیولو نو د دغه وخت راهسې د یوې غیر رسمي معاهدې دلاندې د مسجد الاقصا انتظام د اردن چارواکي کوي

د نېټن یاهو دفتر وویل چې اسرایلي وزیراعظم د شاه عبدالله ثاني سره د سيمې په مسلو، امنیت او اردن سره په اقتصادي همکارۍ خبرې وکړي.

د ډسمبر په میاشت کې د ښي لاس انتهاپسندو یهودي ډلو سره د اتحادي حکومت جوړولو او د وزیراعظم جوړېدو نه پس اردن ته دا د نېټن یاهو لومړۍ دوره وه.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د اسرایل د نوي حکومت جوړېدو نه پس ګاونډي ملکونو سره د اسرایل په تعلقاتو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د اسرایل د نوي حکومت جوړېدو نه پس اردن دوه ځله د اسرایل سفیر په الاقصا جومات کې د پېښې په سره احتجاج دپاره طلب کړی دی.

په کال ۱۹۶۷ کې عربانو سره جنګ کې چې اسرایل مشرقي یروشلم ونیولو نو د دغه وخت راهسې د یوې غیر رسمي معاهدې دلاندې د مسجد الاقصا انتظام د اردن چارواکي کوي. د اڼکڼ امنیت د اسرایل په لاس کې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG