لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تل ابیب کې فلسطیني حمله کوونکي درې اسرایلیان په ډزو وژلي

په تل ابیب کې د وژل شویو اسرایلیانو په یاد کې د یوې دستورې په اړه د ای پي خبري ادارې تصویر
په تل ابیب کې د وژل شویو اسرایلیانو په یاد کې د یوې دستورې په اړه د ای پي خبري ادارې تصویر

د اسرایل په تل ابیب ښار کې د مسلح فلسطیني په ډزو د دریو اسرایلیانو د وژل کېدو وروسته اسرایلي وزیراعظم نفتالي بېنېټ امنیتي ځواکونو ته د تیارسې امر کړی او ویې وېل اسرایل به حملې ته سخت ځواب وايي.

د جمعې په ورځ خپله وېنا کې بېنېټ وویل "هر قاتل ته معلومه ده چې مونږ به یې ومومو. هر څوک چې د ترهګر مرسته کوي پکار ده چې دا ورته معلومه وي چې د دې به دروند قیمت ادا کوي."

اسرایلي امینتي ځواکونو حمله کونکی وژلی دی.

وزیراعظم بېنټ وویل هغه وسله وال یوازې نه و او نور ملګري هم ورسره وو.

د اسرایل شېن بېت نومې امنیتي ادارې د حمله کونکي فلسطیني شناخت د رعد حازم په نوم د یو تن کړی چې د فلسطین د وېسټ بېنک کې د جنین اوسېدونکی و. هغه اسرایل ته په غیرقانوني توګه داخل شوی و.

اسرایلي چارواکو ويلي حمله کونکي د تل ابیب په زړه کې چې د ښار هغه برخه ده چې د اسرایل د مالیاتي او ثقافتي هلو ځلو مرکز ګڼل کېږي په یوه شرابخانه ډزې وکړې او درې اسرایليان یې ووژل.

وېل کېږي چې وژل شوي درې واړه ځوانان د ورکوټوالي راهسې ملګري وو او بییر څښلو ته راوتلي وو.

حمله کونکی امینتي ادارو د تل ابیب په جنوبي یافا برخه کې وموندلو او د ډزو په تبادله کې ووژلو.

د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس د حملې غندنه وکړه او وې وېل د ملکي کسانو وژل کېدل که د هرې خوا وي حالات نور خرابېدو ته بوځي.

خبري ادارې وایي د حملې مقصد نه و معلوم خو په تېرو څو هفتو کې د فلسطینيانو په حملو کې د 13 اسرایلیانو د وژل کېدو وروسته په اسرایل کې تناو زیات شوی دی.

د نورو حملو د مخنیوي دپاره اسرایل په زرګونو پولیس او پوځي عسکر په لارو کوڅو کې ځای په ځای کړي دي.

په تل ابیب کې وروستۍ حمله په هغه کوڅه کې وشوه چېرته چې په 2016 د اسرایل یو عرب شهري په ډزو دوه اسرایلیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي وو.

یادونه: د دې خبرې څه معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې او څه د رویټرز نه اخیستل شوي دي


This item is part of
XS
SM
MD
LG