لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: د الجزیره د وژل شوي خبریالې د جنازې یو ګډونوال اسرایلي پولیس ګرفتار کړی 


د شیرين ابو عاقله د جنازې د مراسمو په اړه رویټرز په خپل رپورټ کې ویلي وو چې اسرایلي پولیس د جناز ګډون وال او هغه کسان وهلي ټکولي وو چې د جنازې کټ یې نیولی و
د شیرين ابو عاقله د جنازې د مراسمو په اړه رویټرز په خپل رپورټ کې ویلي وو چې اسرایلي پولیس د جناز ګډون وال او هغه کسان وهلي ټکولي وو چې د جنازې کټ یې نیولی و

د قطر الجزیره ټېلې وژن د وژل شوي فلسطيني امریکايي خبریالې شیرین ابو عاقله په جنازه کې شریک یو فلسطینی اسرایلي پولیس ګرفتار کړی دی.

د رویټرز ادارې ترمخه د عمرو ابو خضيرد ګرفتارۍ تصدیق د هغه وکیل، قانون پوهه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو.

فلسطيني نژاد امریکايي شرین ابو عاقله د می په 14 نېټه، د جمعې په ورځ په مشرقي یروشلم کې خاورو ته وسپارل شوه.

هغه د تېرو دوو لسیزو نه د زیات وخت راهسې د الجزیره عربۍ څانګې خبریاله وه او د می په یولسمه نېټه د فلسطین په جنین کلي کې د اسرایلي ځواکونو د چاپي په مهال په ډزو ووژل شوه. د هغې یو همکار زخمي شوی و.

رویټرز وویل د اسرایلي پولیس ترجمان د ابوخضیر د ګرفتارۍ تصدیق کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه یې ولې نیولی دی.

د شیرين ابو عاقله د جنازې د مراسمو په اړه رویټرز په خپل رپورټ کې ویلي وو چې اسرایلي پولیس د جناز ګډون وال او هغه کسان وهلي ټکولي وو چې د جنازې کټ یې نیولی و.

د ابو خضير د ګرفتارۍ په اړه خپل رپورټ کې رویټرز وویل چې نیول شوی تن هم په هغو کسانو کې شامل و چې د جنازې کټ یې نیولی او وهل یې خوړلي وو.

وکیل، قانون پوهه، خلدون نجم وویل ابو خضیر د ګل، دوشنبې، په نیول شوی خو اسرایلي پولیس د هغه په ضد الزامات نه دي څرګند کړي خو دا چې هغه د اسرایل د داخلي امنیت ادارې د معلوماتو په بنیاد نیول شوی و. خلدون نجم وویل ابوخضیر ورته وروسته وویل چې هغه نه د شیرين ابو عاقله د جنازې په اړه پوښتنې شوې وې.

د پولیس ترجمان وویل چې د ابوخضیر ګرفتاري د شیرین ابو عاقله د جنازې سره تړل په "سپک سازش" وي. ښاغلي نجم وویل چې د ابو خضیر ګرفتاري د اتوار، يکشنبې،‌ د ورځ پورې غځول شوي ده.

د شیرین ابو عاقله د جنازې بل کډونوال هم رویټرز خبري ادارې ته ویلي چې پولیس هغه هم د جنازې په اړه پوښتنې کړي دي خو یې ګرفتار کړی نه و.

د اسرایل د داخلي امنیت وزیر عمر بارلیف د خالي، شنبې، په ورځ ویلي دا معلومولو دپاره چې د شیرین ابو عاقله د جنازې په مهال څه شوي وو تحقیقات شروع کړی شوي دي چې د هغه په قول د پېښې نه زدکړه وکړی شي.

اسرایل د شیرين ابو عاقله د وژل کېدو په اړه تحقیقات شروع کړي دي.

فلسطنیان وايي خبریاله اسرایلي ځواکونو وژلې ده خو اسرایل دا خبره ردوي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي اسرایلي پوځ ویلي د هغه پوځي ټوپک یې معلوم کړی چې ممکنه ده په ګولۍ یې شیرین ابو عاقله وژل شوي خو یو اسرایلي پوځي افسر ویلي د دې خبرې کره تصدیق دپاره پکاره ده چې فلسطینیان هغه ګولۍ اسرایل ته ورکړي چې خبریاله پې لګېدلې ده.

ای پي او رویټرز ویلي فلسطینیانو اسرایل ته د ګولۍ (مرمۍ) ورکولو او د شیرین ابو عاقله د وژل کېدو په اړه د اسرایل سره په مشترکه ډول د تحقیقاتو نه انکار کړی دی. د ای پي ترمخه فلسطینیان وايي په اسرایل اعتماد نه کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG