لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي اباد کارانو د امریکې د سفري بندیز په اړه د تشویش اظهار کړی



د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې په قلقېلیه کلي کې یهودي ابادکاران او فلسطینین امنیتي ځواکونو د یو بل نه بېل کړي دي
د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې په قلقېلیه کلي کې یهودي ابادکاران او فلسطینین امنیتي ځواکونو د یو بل نه بېل کړي دي

اسرایلي ایادکارانو د امريکې په دې اقدام د تشویش اظهار کړی چې په وېسټ بېنک کې د فلسطینیانو خلاف تشدد کې په ککړو یهودي اباد کارانو به د سفر پابندي لګوي.

په الکانا ابادۍ کې چې ۴۰۰۰ اسرایليان په کې ژوند کوي، دا تشویش هم څرګندېږي چې هغه خلک هم د امریکايي اقدام هدف کېدلی شي چې د فقط خپله دفاع کوي.

افیق منصور وايي کله چې یو ابادکار یو عرب ته نقصان رسوي نو د دې څه نه څه وجه وي. منصور وېل په ځینو وختونو د غصې او د پخواني واقعاتو په بنیاد هم پېښې کېږي.

د ډسمبر په پینځمه نېټه د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن اعلان وکړو چې په هغو انتهاپسندو اسرایلي ابادکارانو به د سفر بندیز لګول کېږې چې په وېسټ بېنک کې د فلسطینیانو خلاف په مشکوکه توګه په تشدد کې ککړ وي.

په سمدستي ډول دا نه وه واضحه چې امریکايي مامورین به د بندیز تعین څنګه کوي؟

د انساني حقونو تنظیمونه وايي په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو نه پس د اباد کارانو دلاسه د فلسطینیانو وژنې دوچنده زیاتې شوې دي.

امریکا په اسرایل فشار اچوي چې د ابادکارانو د تشدد مخه ونېسي.

الکانا ابادي د مهسا نومې فلسطيني کلي په ځمکه جوړه کړې شوې ده. دغه کلی په ۱۹۷۷ کې نیول شوی دی.
په موجوده وخت کې په لکانا کې نوي ودانۍ، بنګلې، سپرمارکېټونه او بازارونه دي چې اسرایليان ورته د معمول مطابق ورځي.

اسرایلي اباد کاران هغه خلک بلل کېږي چې کورونه یې په هغه علاقو کې جوړ کړي دي چې اسرایل د عربانو سره د ۱۹۶۷ په جنګ کې په وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم کې نیولي دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه، په وېسټ بېنک کې تر ۷۰۰۰۰۰ پورې اباد کاران د نړیوال قانون دلاندې په غیر قانوني توګه په وېسټ بېنک کې اوسېږي.

فلسطينیان په اباد کارانو الزام لګوي چې په زور د دوی ځمکې اخلي او وخت په وخت د دواړو فریقېنو جګړې هم کېږي.

اېستي نادیو چې د الکانا اوسېدونکي ده وايي د پرتشدد او پرامنه اباد کاران ترمنځ فرق کول مشکل کار دی او دا امکان هم شته چې بې ګناه خلک د امریکې د سفري بندیز ښکار شي.

د ملګرو ملتونو ترمخه سږ کال په وېسټ بېنک کې په تشدد کې ۲۶ اسرایلیان او لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

ځېني اباد کاران د امریکې او اسرایل غبرګ شهریان دي او امریکې ته سفر دپاره ويزو ته ضرورت نه لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG