لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه په سکول د اسرایل په بمبارۍ کې ۱۶ تنه وژل شوي، د اسرایل پوځ وايي دوي وسله وال په نخښه کړي


د فلسطین د صحت وزارت ویلي د خالي/ شنبې په ورځ د مرکزي غزه په یو سکول/ مکتب د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي. وزارت ویلي په دغه سکول کې بې کوره شوي خلک پاتې کیدل. خو اسرایل وايي په دغه برید کې یې وسله وال په نخښه کړي.

د صحت د وزارت تر مخه په النصیرات سیمه کې په مکتب شوي دغه برید کې د ۵۰ نه زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

د اسرایل پوځ بیا زیاته کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پرضد عملیات روان وو او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یې پوره ګامونه پورته کړي وو.

په غزه کې د بیړنۍ مرستو ادارې ویاند محمود باصل په یو بیان کې ویلي چې په دغه بمبارۍ کې د وژل شوو کسانو شمېره زیاتیدی شي ځکه چې د یو شمېر ژوبل حالت ښه نه دي. د نوموړي په وینا د دغه برید مطلب دا دی چې د غزه په پټۍ کې د بې کوره شوو کورنیو لپاره یو ځاې هم خوندي نه دی.

هم د خالي په ورځ دغه غزه النصیرا ت مهاجر کیمپ هم په اسرایلي بمبارۍ کې په نخښه شوی. دغه کېمپ د فلسطین اتو تاریخي کېمپونو کې یو دی. په دغه کېمپ کې په یو کور باندې د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي. د مرګ ژوبلې د دغې دعوې خبر د صحت ځايي کارکونکو ورکړی.

د غزه د صحت وزارت تر مخه د خالي په ورځ د غزه په بېلا بېلو سیمو کې په اسرایلي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ پورې نور ژوبل شوي.‌

په وژل شوو کې پینځه ځايي خبریالان هم دي چې ورسره په غزه کې د حماس او اسرایل تر منځه روانه جګړه کې د وژل شوو خبریالانو شمېره ۱۵۸ ته ورسیده.

د غزه د صحت وزارت تر مخه په غزه کې د اکتوبر ۷مې نیټې راپه دیخوا شورو شوې جګړه کې تر اوسه د ۳۸۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي.‌ خو د غزه د صحت وزارت په وژل شوو کې د عامو خلکو او وسله والو توپیر نه کوي.

تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۲۳ اسرایلي پوځیانو هم وژل شوي او اسرایل دعوه کوي چې په وژل شوي فلسطینیانو کې دریمه برخه وسله وال وو.

د اکتوبر په ۷مه نیټه په اسرایل د حماس وسله والو خونړي برید وروسته اسرایل په غزه کې هوايي او زمکني عملیات پېل کړي. د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ عام اسرایلیان وژل شوي او د ۲۵۰ نه زیات د حماس وسله والو د ځان سره تښتولي وو. په تښتول شوو کې ګڼ لا هم د حماس وسله والو په ولقه کې دي.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG