لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نابلس ښار کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو فلسطینی تن وژل شوی 


د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، حماس مسلح ډلې وویل احمد د تنظیم د عسکري څانګې غړی و
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، حماس مسلح ډلې وویل احمد د تنظیم د عسکري څانګې غړی و

په مقبوضه وېسټ بېنک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې یو فلسطینی تن وژل شوی او پخواني وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو اعلان کړی چې د ښی لاس سیاسي پارټیو سره نوی اتحادي حکومت په جوړولو کې کامیاب شوی دی.

نېټن یاهو د حکومت د جوړولو اعلان د اسرایلي سره ایزاک هرزوګ سره په ټېلې فونو خبرو کې وکړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د حکومت د جوړولو دپاره د معېاد ختمېدلو نه څه لږ وړاندې وکړو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي نېټڼ یاهو به د انتهايي ښي لاس د سیاسي ډلو د یو داسې حکومت مشر وي چې د دې وړاندې يې په اسرایل حکومت نه دی کړی.

نېټن یاهو وویل اراده لري چې د حکومت جوړولو کار به اینده هفته پوره کړي.

ای پي وايي که چېرې نېټن یاهو په حکومت جوړولو کې کامیابېږي نو د مشکل کارونو سره به مخامخ کېږي ځکه چې په حکومتي اتحاد کې به يې داسې انتهايي سخت دریځه پارټۍ شاملې وي چې د ډرامايي تبدیلیو غوښتنه کوي چې د اسرایل په ولس کې اختلافات راپارولی شي، د فلسطینیانو سره د شخړې خطر او د امریکې سره اختلافات پېدا کولی شي.

د نومبر د میاشت په انتخاباتو کې د نېټن یاهو لیکود پارټۍ د اسرایل پارلېمنټ په 120 چوکیو کې 64 نشستونه ګټلي دي
د نومبر د میاشت په انتخاباتو کې د نېټن یاهو لیکود پارټۍ د اسرایل پارلېمنټ په 120 چوکیو کې 64 نشستونه ګټلي دي

د نومبر د میاشت په انتخاباتو کې د اسرایل لیکود پارټۍ د اسرایل پارلېمنټ په 120 چوکیو کې 64 نشستونه ګټلي دي.

د اسرایلي پوځ ترمخه، فلسطینی تن په نابلس ښار کې وسله والو سره جګړه کې وژل شوی دی.

اسرایلي ځواکونو په نابلس کې ځینې اسرایلي شهریان یو لانجمن مزار ته بدرګه کړي وو.

اسرایلي پوځ وویل فلسطیني وسله والو چاودېدونکي مواد او په اسرایلي ځواکونو يې ډزې وکړې او اسرایلي عسکرو جوابي ډزې وکړې.

فلسطیني صحت چارواکو وویل وژل شوی فلسطینید احمد درامغ و چې د نژدې د یو کلي د فټبال لوبغاړی و.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، حماس مسلح ډلې وویل احمد د تنظیم د عسکري څانګې غړی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو د هغو رپورټونه نه اخیستل شوي چې د وي او ای د انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه شایع شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG