لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جاني خېلو کې د تنکي ځوانانو په وژنه د تورنو ډلو پر ضد عمليات به کله پېل کېږي؟


 د صوبې د اعلا وزیر محمود خان په موجودګۍ کې د 100 روپو په بانډ لیکل شوی لوظنامه کې دا ذکر نه دی شوی چې په سیمه کې کوم قسمه ډلې موجود دي؟
 د صوبې د اعلا وزیر محمود خان په موجودګۍ کې د 100 روپو په بانډ لیکل شوی لوظنامه کې دا ذکر نه دی شوی چې په سیمه کې کوم قسمه ډلې موجود دي؟

د خېبر پښتونخوا حکومت د بنو د جاني خېلو علاقې مشرانو ته په یوه لوظنامه کې باور ورکړی چې حکومت به یې سیمه د وسلوالو ډلو څخه پاکه کړي خو ځايي مشران د حکومتي ګامونو نه مطمین نه ښکاري.

د صوبې د اعلا وزیر محمود خان په موجودګۍ کې د 100 روپو په بانډ لیکل شوی لوظنامه کې دا ذکر نه دی شوی چې په سیمه کې کوم قسمه ډلې موجود دي؟ او دا چې که په سیمه کې وسله والې ډلې شته نو حکومت یې په ضد د دې نه وړاندې ولې ګامونه نه دي اخیستي؟ او آیا حکومت به اوس خپله وعده په پوره کولو کې کامیاب شي؟

د حکومت دریځ

د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش د جاني خېل د مشرانو سره د لوظنامې وروسته ویلي دي چې حکومت دجاني خېلو د مشرانو ټولې غوښتنې منلي دي چې تر ټولو لومړۍ غوښتنه پکې د وسلوالو ډلو خلاف ګامونه پورته کول دي.

په جاني خېلو کې د مبینه وسله والو ډلو په اړه د رسمي معلوماتو دپاره وي او ای ډیوه د حکومت چارواکو سره پرله پسې رابطې وکړې خو مامورین په دې لړ کې په رېکارډ یا په رسمي توګه خبره نه کول غواړي.

د بنو یو پولیس افسر په دې اړه د ډیوه ځايي خبریال ته دومره ویلي چې پلټنې یې پېل کړي دي او ډېر زر به د جاني خېلو د ځوانانو په وژنه کې ککړو ملزمانو ته ور ورسي.

د پښتونخوا د حکومت ترجمان کامران بنګش وايي چې د جاني خېلو د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف د احتجاج کوونکو بله غوښتنه دا وه چې د دوی د وژنو دې په ازادې توګه پلټنې وشي.

د وسلوالو ډلو په اړه د ځايي خلکو نظر

د جاني خېلو مشران او اوسېدونکي په سیمه کې د وسله والو په اړه وايي چې نومونه یې نشي اخېستی ځکه چې دغه ډلې ورته بیا ګواښونه کوي

د سیمې ځینې مشرانو د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د نومونو خفیه ساتلو په شرط دعوه کړی چې د څلورو ځوانانو په وژنه کې هم وسلوالې ډلې ککړې دي.

ځايي مشران وايي چې په سیمه کې د وسلوالو ډلو موجودګي د خلکو لپاره یو مستقل خطر دی. دوی دا هم وویل په تېرو څو کلونو کې چې د سیمې کوم تن هم د دغو ډلو نوم اخیستی نو هغه یا خو لادرکه شوی یا بیا وژل شوی دی. البته ځینو خلکو بیا وویل چې دغه سیمو کې د ښو او بدو په نوم د طالبانو دوه قسمه ډلې موجود دي.

اسحاق ګروپ

ځايي مشران وايي چې په سیمه کې د ښه طالبانو یا ګوډ طالبانو په نامه یادېدونکي وسلواله یوه ډله د اسحاق ګروپ په نامه یادېږي.

وېل کېږي چې اسحاق ځايي تن دی او د ځان سره یې د کلي کم عمره ځوانان یا د دیني مدرسو طالب علمان ن ملګري کړي، وسلې او ګاډي یې ورکړي او وايي خلک د جهاد لپاره تیاروي خو په تېرو کلنو کې د مخالفه وسله والو سره نښتې هم شوي چې په سیمه کې د بدو طالبانو په نامه یادېږي.

صدر حیات ګروپ

ځايي مشرانو او خلکو په سیمه کې د وسله والو دویمه ډله وي او ای ډیوه ته د صدر حیات ګروپ په نامه یاده کړه. ځايي خلک دا ډله په مبینه توګه په حکومتي ځواکونوپه بریدونو کې هم ککړه بولي او وايي که ځايي خلک د دوی پحقله څه خبره وکړي نو بیا دغه کسان په هدف کیږي.

د وسله والو په اړه د استخباراتي چارواکي خبرې

په بنو کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یو افسر د ډیوه ځايي خبریال سره خبرو کې دا تاثر رد کړی چې په سیمه کې ښه او بد طالبان شته. هغه وویل په طالبانو ډلو کې د فرق سوچ ختم شوی دی. دغه اسخباراتي چارواکي دا هم ویلي چې د پوځ د پخواني مشر جنرل راحیل شریف په وخت کې چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه کوم پوځي عملیات وشول نو په هغې کې بغیر د څه تفریق د هر ډول ډلو په ضد پوځي عملیات تر سره شول.

څیړونکي څه وايي

د پاکستان د پوځ پخواني برېګېډئیر سېد نذیر وي او ای ډیوه ته په جاني خېلو کې د وسلوالو ډلو په اړه د خپل نظر څرګندولو په وخت وویل چې کوم ځای کې یوه داسې جګړه کېږي چې اړخ یې معلوم نه وي نو هلته هم داسې قسمه ډلې پېدا کېږي او وايي دا وخت که پاکستان کې د طالبانو ښه ډله ده یا بده ټولې د هېواد د پاره نقصاني دي.

د معاهدې په عملي کېدو څه پرمختګ شوی؟

د جاني خېل د جرګې یو مشر ملک معویز ډیوه ته ویلي د لوظنامې درې ورځې وشوې خو دوی په سیمه کې د وسلوالو ډلو خلاف د عملي ګامونو په لړ کې څه پرمختیا نه ویني او هم د دې له وجې د راتلونکي اتوار په ورځ جرګه راغوښتل شوې ده چې پکې به د هغووعدو جاج اخیستل کېږي چې حکومت ورسره په لوظنامه کې کړي دي.

د پاکستان د پوځ پخواني برېګېډئیر سېد نذیر وي او ای ډیوه ته په جاني خېلو کې د وسلوالو ډلو په اړه د خپل نظر څرګندولو په وخت وویل چې کوم ځای کې یوه داسې جګړه کېږي چې اړخ یې معلوم نه وي نو هلته هم داسې قسمه ډلې پېدا کېږي او وايي دا وخت که پاکستان کې د طالبانو ښه ډله ده یا بده ټولې د هېواد د پاره نقصاني دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG