لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو له ځانمرګي برید وروسته ځایي خلک وایي نن په کورونو کې بند ساتل شوي دي


جاني خېل د بنو ښار نه نیزدې 30 کلومیټره سویل لودیز ته پرته سیمه ده چې پولې یې د وزیرستان سره لګېدلې دي او ځايي خلک دعوہ کوي چې نن سیمې ته غځېدلې د تګ راتګ لارې تړل شوي وې
جاني خېل د بنو ښار نه نیزدې 30 کلومیټره سویل لودیز ته پرته سیمه ده چې پولې یې د وزیرستان سره لګېدلې دي او ځايي خلک دعوہ کوي چې نن سیمې ته غځېدلې د تګ راتګ لارې تړل شوي وې

دبنو سره نزدې په جانې خیل سیمه کې پرون دپاکستان په پوځ له شوي ځانمرګي برید وروسته د دغه سیمې اوسیدونکي وایي د جمعې په ورځ جاني خیل ته غځېدلې د تګ راتګ لارې تړل شوي او خلک په کورونو کې بند ساتل کېږي.

د جانې خېلو د قامي جرګې غړي او د پي ټي ایم فعال لطیف وزیر وي او ای ډیوه ته وایي، چې کله په سیمه کې په امنتي ځواکونو کوم برید وشي تر هغې وروسته د عملیاتو پرمهال دسیمې عام خلک ځورول کیږي .

د پاکستان پوځ تېره ورځ ويلي، دخېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګي برید شوی چې نهه پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وؤ.

‎په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، د طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پېښې غندنه کړې او د وژل شوو پوځيانو د کورنيو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

په دې وروستیو کې پښتون میشتو سیمې کې د ناامنۍ پېښې بیا سیوا شوي او د وسله والو او د پاکستاني پوځ ترمینځ روانه جګړه او نښتو کې عام خلک ځپل کیږي

د ملي جمهوري ګوند مشر او د پاکستان دقامي پارلیمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي ددې ناامنۍ تر شا هغه پخواني مفادات دي او تر اوسه پاکستان خپله نوې تګلاره نه ده غوره کړې چې تر مخه یې د نا امنۍ مخه ونیول شي .

هغه وویل تر څو چې د ترهګری پرضد پراخه دریځ نه وي خپل کړل شوی ترهغې دامنیت هېلې نه شي ټوکیدلی اؤ ښکاري داسې چې دا خاوره بیا یوه نوي جنګ ته سپارل شوې چې پکې به بیا زیان عام ولس ته رسیږي.

جاني خېل د بنو ښار نه نیزدې 30 کلومیټره سویل لودیز ته پرته سیمه ده چې پولې یې د وزیرستان سره لګېدلې دي او ځايي خلک دعوہ کوي چې نن سیمې ته غځېدلې د تګ راتګ لارې تړل شوي وې.

د جاني خېل سیمې خلک د تیرو درېوؤ کلونو راهسې په پرامنه طریقه په علاقه کې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کوي او حکومت دوی ته په لیکلې بڼه د امنیت د ټینګښت باور ورکړی خو ددې ترڅنګ حکومتي چارواکي دا هم وایي چې دامن غوښتنې لپاره دجاني خیلو لهجه یې سمه نه ده .

د جانې خېلو د قامي جرګې غړي او د پي ټي ایم فعال لطیف وزیر ډيوه ته وویل دوی سره هغه وخت د صوبې اعلا وزیر محمود خان د علاقې د امنیت ژمنه کړې وه خو اوس هم په سیمه کې د روزانه په بنیاد د عامو خلکو د هدفي وژنو پېښې کیږي ، چاودنې دوامداره دي او چې کله په امنتي ځواکونو کوم برید وشي تر هغې وروسته د عملیاتو پرمهال عام خلک ځپل کیږي .

هغه وویل د دوی د امن په غوښتنه تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی او خلک چې کله د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي د دوی پرخلاف بیا مقدمې درج کیږي او په زندانونو کې بندیوان کوي

په 22م اګست د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی ؤ، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې وه. تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

هغه وخت د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان دسفر پرمهال ویلي وو، ترهګر، د هغوي همکاران او راپارونکي به نه پريښودل کيږي.

څیړونکي وايي په علاقه کې د وړاندې نه یو غېر یقیني صورتحال دی او دا تازه پېښې د اندیښنې وړ دي چې پکې د بریدونو پرمهال امنیتي ځواکونو ته زیات جاني نقصان اړول کيږي.

خبریال ناصر داوړ وايي دې تازه بریدونو نه دا څرګندیږي چې دغلته په زیات شمیر کې وسله وال شتون لري .

هغه وویل تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په څیر شیډو یا متوازي حکومت جوړ کړی او هڅه کوي چې حکومت قبضه کړي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، "مونږ په دې يقين لرو چې يوه ترهګره ډله هم دومره توان نه لري چې د پاکستان يوه علاقه يا يو يونين کونسل قدرې ونيسي."

وزیراعظم ویلي ترهګر وران کاري او ناامني کولی شي خو هغوی ته به هغه رنګ ځواب ويلی شي. امنیتي او دفاعي ځواکونه هر وخت چمتو دي هیڅ د پرېشانۍ خبره نشته ملک خوندي دی .

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG