لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د محمد علي جناح لور دینا واډیه د ٩٨ کلونو په عمر کې ساه ورکړه


دینا، د هغې پلار محمد علي جناح او د هغه خور فاطمه جناح
دینا، د هغې پلار محمد علي جناح او د هغه خور فاطمه جناح

د پاکستان باني محمد علي جناح یوازینۍ لور دینا واډیه د امریکې په نیویارک ښار کې ساه ورکړه. د هغې عمر ٩٨ کاله و.

د وایس اف امریکا د اردو څانگې د خبر ترمخه مېرمن دینا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نیویارک په خپل کور کې مړه شوه.

دینا د محمد علي جناح او د هغه ښځې رتن بايي یوازنی اولاد و.

دینا د کال ١٩١٩ د اگست د میاشت د ١۴ مې او ١٥ مې نیټې ترمنځ شپه کې زیږدلې وه.

د وي او ای اردو څانگه خپل رپورټ کې وايي د محمد علي جناح او د رتن بايي د جدا کیدو ورسته، ښاغلي جناح د خپلې لور خپله روزنه کوله او ډیره مینه یې ورسره لرله خو بیا د پلار او لور تعلق د هغې د واده په سر خراب شو.

دینا د ١٧ کلنو په عمر کې نیول واډیه سره واده وکړو چې د پارسي مسلک یې تعلق لرلو.

دینا او نیول واډیه د هندوستان ښار ممبۍ کې وسیدل او دوه الادونه، یو زوی او یوه لور، یې لرل. د دینا او نیول واډیه واده هم په طلاق ختم شو.

د اردو څانگې خبر وايي دنیا په وړمبي وار په کال ١٩۴٨ کې پلار په مرگ د د پاکستان وړمبی سفر کړی و. د مرگ په وخت محمد علي جناح دپاکستان گورنر جنرل و.

ددې نه ورسته دینا په کال ٢٠٠۴ کې د خپل زوي او دوو نوسو سره د پاکستان دوره کړې وه.

په کراچۍ کې د پلار مزار ته د تگ ورسته د میلمنو په کتاب کې دینا خپل تاثرات څه داسې ولیکل "دا ځما دپاره په یو وخت د عم او خوشگواره موقع ده. خدای دې وکړي د پاکستان دپاره د هغه خوب پوره شي."

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اردو څانگې څخه اخیستل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG