لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرایل او یو ای ايي په تعلقاتو طنزیه خاکه جوړوونکی تن اردن ګرفتار کړی


یوه مېرمن د عماد حجاج د لاس جوړې د اسرایل او متحده عرب اماراتو په تعلقاتو جوړې خاکې ته ګوري

د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیمونه د هغه کارټونسټ يا خاکه نګار د ازادۍ غوښتنه کوي چې د اسرایل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د سفارتي تعلقاتو په قایمېدو یې طنزیه خاکه جوړه کړې ده.

عماد حجاج د شورو، چهارشنبې، په ورځ نیول شوی دی او د جمعې په ورځ د اردن د امنیت دپاره جوړ عدالت ته لیږل شوی و.

د ګرفتارۍ نه وړاندې عماد حجاج یوه خاکه یا کارټون شایع کړی و چې پکې ښودل کېږي چې د یو ای ايي مشر یوه کمتره (کوتره، کونتره) نیولي ده، کمترې چې په بدن د اسرایل بېرغ جوړ دی، د یو ای ايي د مشر په مخ یې لاړې ورتوکلي او په لاړو تف ۳۵ لیکل شوي دي.

تف ۳۵ هغه جنګي جهازونو ته اشاره ګڼل کیږي چې یو ای ايي یې د اسرایل سره تعلقاتو د قایموولو وروسته د امریکې نه اخیستل غواړي خو اسرایل متحده عرب اماراتو ته د دغو جهازونو د ورکېدو مخالفت کوي.

په اردن کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره د یو تنظیم باني ندال منصور وویل عماد حجاج باندې د اردن د ملګري ملک سره تعلقاتو د خرابوولو الزام لګول شوی دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د اردن ماموینو د عماد حجاج د ګرفتارۍ په اړه په رسمي ډول څه نه دی ویلي.

ای پي وايي اردن د غربي ملکونو نژدې ملګری ګڼل کیږي او د مصر او یو ای ايي په شمول په هغو دریو عرب هېوادونو کې شامل دی چې اسرایل سره یې د امن معاهده او سفارتي تعلقات قایم کړي دي.

د امریکې په منځګریتوب متحده عرب اماراتو د اګست په ۱۳ نېټه اسرایل سره سفارتي تعلقات قایم کړل او د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل لومړی تجارتي پرواز ابو ظهبي ته ور ورسېدو. تېره هفته د یو ای ايي صدر د یو فرمان دلارې هغه قانون ختم کړو چې اسرایل سره پکې بایکاټ شوی و. د صدارتي فرمان دلارې به اوس د دواړو ملکونو خلک د یو بل سره تجارت کولی شي.

په اردن کې میشت فلسطینی خبریال داود قطب چې د عماد حجاج په مسله یې نظر ساتلی وايي د کارټونسټ نیول کېدل د اردن دا مشکل په ډاګه کوي چې یو خوا د تیلو په دولت سنبال یو ای ايي سره تعلقات ښه ساتل غواړي او بلخوا یې د خپلو شهریانو د حقونو خبره ده.

انټرنېشنل پرېس انسټېټیوټ او په نیویارک کې مېشته کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس هم د عماد حجاج د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

د منځني ختیځ دپاره د سي پي جې مسول اېګنېشیو ميګېل ډېلګاډو وویل د عماد حجاج په رنګ خبریالان او کارټونسټان د اسرایل او متحده عرب اماراتو په تعلقاتو د رای د اظهار حق لري ځکه دا د مېلینونو خلکو په ژوند اثر لري.

د سي پي جې مسول وویل عماد حجاج دې په سم لاسي توګه ازاد کړی شي او د هغه خلاف الزامات ته لېرې کړی شي.

فلسطینیانو اسرایل سره د متحده عرب اماراتو د تعلقاتو غندنه کړې خو د ای پي ترمخه یو ای ايي وايي اسرایل سره د تعلقاتو په نتیجه کې د فلسطینیانو علاقو په اسرایل کې ضم کېدو مخه نیول شوي ده. دغه علاقې فلسطینیان د خپل اینده ریاست برخه ګني او ای پي وايي اسرایل ویلي یوازې په عارضي توګه یې د دغه سیمو د ضم کوولو عمل ځنډولی دی.

د ای پي ترمخه اسرایل سره د تعلقاتو نه پس به امریکا په یو ای ايي د اېف ۳۵ جنګي جهازونو په شمول نور جدید جنګي ساز او سامان خرڅ کړي خو اسرایل یې مخالفت کوي او ګڼي چې په علاقه کې به یې پوځي برتري ختمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG