لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د وسله والو په ډزو کې خبریال خلیل جبران وژل شوی


Khyber Agency file photo
Khyber Agency file photo

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خېبر کې یو خبریال د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وسله وال وژل شوی دی.

د خېبر ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي اؤ سلیم عباس ویلي په خبریال خلیل جبران د لنډیکوتل په مزرینه سیمه کې وسله والو ډزې کړي چې په دغو ډزو کې د سجاد په نوم یو وکیل یا قانوندان ژوبل شوی هم دی.

د صوبې ، وزیراعلا، ګورنر اؤ صحافتي تنظیمونو د خبریال په وژنه د خفګان څرګندونه کړې اؤ دا پېښه یې په کلکو ټکو کې غندلې ده.

ډي پي او سلیم سلیم عباس رسنیو ته ویلي چې د پښتو ټي وي چینل خیبر خبریال اؤ د لنډیکوتل پریس کلب پخوانی صدر خلیل جبران اؤ د هغه ملګری سجاد ایډوکیټ د نهې - سه شنبې په ورځ په یو ګاډي کې کور ته روان وؤ چې د لنډیکوتل په مزرینه سیمه کې نامعلومو وسله والو هغوي له ګاډي کوز کړي اؤ ډزې یې پرې کړي دي.

د پولیسو مشر ویلي د وسله والو په ډزو کې خبریال خلیل جبران وژل شوی اؤ د هغه ملګری سجاد ایډوکیټ ژوبل شوی دی.

د خبریال د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې اؤ پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي

د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور پخپل یو بیان کې د خبریال خلیل جبران وژنه غندلې اؤ پولیسو ته یې ویلي چې په دې پېښه کې ککړ عناصر باید زر تر زره ګرفتار اؤ د انصاف عدالت ته یې راکش کړي.

ګورنر فیصل کریم کنډي هم دا پېښه غندلې اؤ د وژل شوي خبریال د کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په پېښور کې د خبریالانو د حقونو تنظیم خېبر یونین اؤ جرنلسټس دا پېښه په کلکو ټکو کې غندلې اؤ ویلي یې دي حکومت صحافیانو ته په تحفظ ورکولو کې په بشپړ ډول پاتې راغلی دی.

د خېبر یونین اف جرنلسټس له لوري په یو بیان کې ویل شوي چې خېبر پښتونخوا صوبه د تېرو ۲۴ کالو راهسې پرله پسې د ترهګرۍ سره مخ ده اؤ د ټولې صوبې په ځانګړي ډول قبایلي صحافیان پکې په نښه کړل کیږي.

خېبر یونین اف جرنلسټس ویلي خلیل جبران یو پېشه ور یا مسکي خبریال ؤ اؤ تل یې د ولس مخې ته حقیقتونه راوړل.

بیان کې ویل شوي چې پاکستان د صحافیانو د تحفظ له پلوه په خطرناکو هیوادونو کې شمیرل کیږي اؤ د صوبې د وزیراعلا اؤ کور کمانډر نه غوښتنه شوې ده چې د خلیل جبران وژونکي دي په سمدستي توګه ونیول شي.

خېبر یونین اف جرنلسټس د صوبایي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د وفاق اؤ سیند صوبې په څېر باید پښتونخوا کې هم د صحافیانو د تحفظ قانون مخې ته راوړي تر څو د صوبې د صحافیانو ژوند خوندي شي.

تر دې پېښې وړاندې د مئ په 22مه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې ۱۵ کلومیټره لرې سویل ختیز تپي سیمه کې د کامران داوړ په نوم یو ځوان خبریال نامعلومه وسله والو وژلی و.

د پښتونخوا یونین اف جرنلسټس په نوم د خبریالانو د یوې اتحادیې مشر شمس مومند وايي د کال ۲۰۰۵ څخه راپخوا یوازې په قبایلي ضلعو کې ۲۱ او په ځانګړي ډول وزیرستان کې شپږ خبریالان د دندې پرمهال وژل شوي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي تر اوسه د یو خبریال په وژنه کې هم ککړ تن نه دی مالوم شوی.

شمس مومند وایي په دې وروستیو کې حکومت د پوځي عملیاتو پرمهال د دغه سیمو پاکولو دعوې کړي په داسې حال کې د خبریالانو وژنو د دوی اندیښنې زیاتې کړي او پوښتنې یې را پورته کړي چې دغلته لا خبریالان محفوظ نه دي. او دا د صحافت او صحافیانو د پاره لوی خطر دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG