لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په دوو ګرفتار ښځینه خبریالانو د ریاست په ضد د پروپګېنډې الزام لګولی


په ایران کې د تېرو اووه هفتو راهسې د پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته احجاجونه کېږي. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی
په ایران کې د تېرو اووه هفتو راهسې د پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته احجاجونه کېږي. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی

په ایران کې د احتجاجونو د خبرونو په سر ګرفتار دوو ښځینه خبریالانو د ریاست په ضد د پروپګېنډې الزام لګول شوی دی.

د ایران عدليي په نیلوفر حامدي او الهه محمدي د الزاماتو اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

عدليي وویل خبریالانې به د نظام په ضد د پروپګېنډې او د قامي سلامتیا خلاف د سازش په الزام بندي وي.

دواړه خبریالانې د یوې میاشت نه د زیات وخت راهسې په بند کې دي.

په ایران کې د تېرو اووه هفتو راهسې د پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته احجاجونه کېږي. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.

حامدي د اصلاحاتو پلوي اخبار شرق دپاره کار کوي او هغه هسپتال ته ورغلي وه چېرته چې امیني وړل شوي وه. حامدي د سېپټمبر په ۲۰ نېټه نیول شوي ده.

الهه محمدي د اصلاح پسند هم مېهن اخبار دپاره کار کوي. هغه د مهسا امیني کلي ته ورغلي وه او د هغې د جنازې د مراسمو خبرونه يې ورکړي وو. هغه د سېپټمبر په ۲۹ ګرفتار شوي ده.

په ایران کې د احتجاجونو په سر د ۲۰۰۰ نه زیات کسان نیول شوي دي او عدليي ویلي تر ۱۰۰۰ پورې کسانو فرد جرم لګول شوی دی.

د خبریالانو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ترمخه، د نهې، سه شنبې، د ورځ پورې د ۶۰ نه زیات خبریالان نیول شوي وو، ځېني پکې ازاد کړی شوي دي خو نورې ګرفتارۍ دوام لري.

د ایران عدليي په نیلوفر حامدي او الهه محمدي د الزاماتو اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.
د ایران عدليي په نیلوفر حامدي او الهه محمدي د الزاماتو اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

د سي پي جی صدرې جوډي ګېنزبرګ په یو بیان کې وویل په کوم رفتار چې ایران خبریالان نیسي له امله يې هېواد د خبریالانو تر ټولو لوی جېلر ملک جوړ شوی دی. ګېنزبرګ وویل ایراني چارواکي د ملک په تاریخ کې نازکه لمحه خاموشه کول غواړي.

په اقوام متحده کې د ایران استازي دفتر دریځ معلومولو دپاره د وي او ای د ايمېل جواب نه دی کړی.

په پېرس کې مېشته صحافتي تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز وویل د امن نوبل انعام ګټونکي ایرانۍ مېرمن شیرین عبادي سره په همکارۍ يې په ایران کې خبریالانو دپاره څانګه یا هېلپ ډېسک جوړ کړی دی.

د هېلپ ډېسک اعلانولو په لړ کې ار اېس اېف وویل دغه څانګه به د ایراني خبریالانو دپاره د وي پي اېن نېټ ورک په جوړولو کې او دحکومت سېنسرشپ نه ځان پچ کولو کې مرسته کوي او د فارسۍ برخه به هم لري.

ار اېس اېف په یو بیان کې وویل عبادي لومړۍ ایرانۍ مېرمن ده چې په کال ۲۰۰۳ کې يې د امن نوبل انعام وګټلو. بیان وویل په دې حساس وخت کې ایراني خبریالان او په ایران کې چې څه دوام لري په دې اړه د دوی د خبرونو ورکولو کار ضروري دی او دوی د خپل ژوند په خطر د ولس اواز جوړېږي.

رپورټونه وایي د ملک نه بهر ایراني خبریالان هم د خطر سره مخامخ دي.

پولیس د برطانيي سرښار لندن کې مېشت دوو ایراني خبریالانو ته ویلي چې د دوی او کورنیو ژوندونو ته يې د خطر په اړه باوري معلومات ترلاسه کړي دي.

د کوالېشن فار وېمن ان جرنلزم، سي اېف ډبلیو ايي جی، نومې تنظیم باني کېرن نازش په ورستیو ورځو کې وي او ای ته ویلي په ایران کې د احتجاجونو د خبرونو په سر د صحافیانو نیول کېدل او ویرول کېدل غیر معمولي اقدامات دي چې ښځینه خبریالانې پکې په خصوصي توګه په هدف کېږي.

سي اېف ډبلیو ايي جی وایي لږ تر لږه ۱۷ ښځینه خبریالاني ګرفتار شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG