لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولمپک لوبو خبرونه ورکوونکي خبریالان په چین کې د ازادۍ په اړه تشویش څرګندوي


چین په وروستیو کالونو کې بهرنیو خبریالانو ته ویزې ورکول ځنډولي او یا یې د ویزو ورکولو نه انکار کړی خو د بیجنګ اولمپک لوبو کې ګڼ شمېر خبریالانو ته د اولمپک نړیوالې کمېټۍ د لارې ویزې ترلاسه شوي
چین په وروستیو کالونو کې بهرنیو خبریالانو ته ویزې ورکول ځنډولي او یا یې د ویزو ورکولو نه انکار کړی خو د بیجنګ اولمپک لوبو کې ګڼ شمېر خبریالانو ته د اولمپک نړیوالې کمېټۍ د لارې ویزې ترلاسه شوي

د چین بیجنګ ښار کې د یخنۍ ( ژمي) اولمپک لوبو خبرونو خپرولو په وخت خبریالان وايي د یو لوي مشکل سره مخامخ کېږي، که یو اړخ ته خبریالان د کرونا وبا سره د تړلو بندیزونو سره مخامخ دي نو بلخوا د نړۍ د یو داسې ملک نه خبرونه ورکوي چې د خبریالانو زیات ملګری ملک نه ګنل کېږي

د چین لخوا د میډیا څارنې او د خبریالانو سره د بدسلوک په اړه فکرمندیو ترڅنګ د بیجنګ اولمپک مقابلو لپاره ورغلو ګڼ شمېر خبریالانو واېس آف امرېکا ته وېلي د خپل شخصي معلوماتو محفوظ ساتلو لپاره د موباېل فونونو او لېپ ټاپونو نه معلومات لرې کولو دپاره د "برنر" یا د سوځوولو طریقې استعمالوي.

د کېنېډايي ورځپاڼې دي ګلوب اېنډ مېل د اېشیا لپاره خبریال جېمز ګرېفېت وايي ”ما د خپل کمپیوټر، موباېل فون او آي پېډ لپاره د برنر آلې برابر کړي چې خپل شخصي معلومات پټ وساتم.‌ما داسې تن لیدلی نه دی چې د خپل شخصي معلوماتو محفوظ ساتلو لپاره داسې قسمه آلې نه پکاروي.‌“

د بیجنګ اولمپک لوبو وړاندې د خبریالانو د تحفظ نړیوالې تنظیم کمیټي ټو پروټېکټ جرنلسټس خبرداری ورکړی چې په چین کې د اولمپک لوبو په وخت د خبریالانو موباېل فونونه او لېپ ټاپونه د واېرس د لارې بې کاره کېدی شي او دا چې آنلاېن یا په انټرنېټ کېدونکي ټول کارونه به د څار لاندې وي.

د بې پولې خبریالانو ډلې، رپورټرز ودآوټ بارډرز د کال ۲۰۲۱ میډیا ازادۍ نړیوال فهرست کې چین د نړۍ ۱۸۰ ملکونو کې په ۱۷۷م نمبر باندې دی. د دغه ډلې د شمېرې ترمخه چین د میډیا کنټرول کولو لپاره نه صرف پوره یو پوځ په ځاې کړی بلکه د نړۍ د ټولو نه زیات ۱۲۸خبریالان یې هم په بندیخانو کې اچولي.

د دې یوهفته وړاندې چین کې د بهرنیو خبریالانو تنظیم په یو خپور کړي رپورټ‌ کې خبرداری ورکړی وو چې په دغه هېواد کې ډېر په تېزۍ سره د میډیا ازادي په ښکته روانه ده او وېلي وو چې په چین کې مېشت بهرني خبریالان د جنسي زور زیاتي، ‌ساېبر حملو، ویزو نه ملاوېدو او د قانوني ګامونو زیاتېدونکو خطرو سره مخ شوي.

د بیجنګ اولمپک لوبو په وخت بهرني خبریالانو تراوسه پورې څه قسمه ستونزې رپورټ کړي نه دي که څه هم د کرونا وبا مخنیوي د بندیزونو له کبله د خبریالانو یو ځاې نه بل ځاې ته تګ ډېر محدود کړی شوی.

ګرېفېت وي او ای ته وېلي، ” زه تراوسه پورې د چین لخوا د بیجنګ اولمپک لوبو معلوماتو لپاره برابر کړي انټرنېټ ته رسايي لرم کوم ته چې خبریالان د بېلا بېلو ځایونو نه رسايي لري. او څومره پورې چې زه وېلی شم، د لوبو په خبرونو باندې بندیز نشته. ما ته معلومه نه ده چې ددې به څنګه څارنه کیږي خو په یقین سره په څه څیز بندیز نشته. “

د بیجنګ اولمپک لوبو لپاره تلي خبریالان به د چین نورې برخي اونه ګوري. هغوي به په یو محدود ځاې کې وي او د لوبو یو ځاې نه بل ځاې ته به د سرکاري بسونو د لارې ځي. په ملک کې په مکمله توګه باندې د کرونا واېرس ختمولو لپاره دا د چین د ”زیرو کووېډ“ تګلارې برخه ده.‌

دغه بندیزونو په چین کې صحافت زیات ګران کړی. د کېنېډا خبري ادارې،‌ دي کېنېډین پرېس لپاره د لوبو مقابلو خبریاله ډانا سپېنسر وايي، ” دا معلومول ډېره ګران چې په بیجنګ کې روانې لوبې د ځايي‌ خلکو لپاره څه معنا لري ځکه چې د کوم یواځني تن نه ته پوښتنې کولی شې هغه د بیجنګ مقابلو د انتظام کوونکو غړی او یا رضاکار وي. د بند کړل شوو ځایونو نه بهر حالاتو باندې خبرونه ورکول نشته. دا یو ډېر عجیبه حال دی. مونږ په رپورټ‌ ورکولو کې ازاد یو خو په یو بنده داېره کې“.

د سډني مارننګ هېرالډ ورځپاڼې شمالي اېشیا لپاره خبریال اېرېک بېګ شا وايي حالت به مثالي نه وي خو دا چې د ډېرو خبریالانو لپاره چین ته بېرته تګ دا یواځینۍ لاره وه او زیاتوي اولمپک لوبو دوي ته یو موقع برابر کړه چې کېدی شي دوي ته بیا ملاو نشي.

چین په وروستیو کالونو کې بهرنیو خبریالانو ته ویزې ورکول ځنډولي او یا یې د ویزو ورکولو نه انکار کړی خو د بیجنګ اولمپک لوبو کې ګڼ شمېر خبریالانو ته د اولمپک نړیوالې کمېټۍ د لارې ویزې ترلاسه شوي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG