لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان خبریالانو تنظیمونه: طالبانو په واکمنۍ کې خبریالانو دپاره حالات کړکېچن شوي


د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د موجوده وضيعت په حقله په خپل ګډ رپورټ کې ويلي چې د 1400 کال شروع څخه تراوسه په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي 117 پېښې رامنځ شوي
د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د موجوده وضيعت په حقله په خپل ګډ رپورټ کې ويلي چې د 1400 کال شروع څخه تراوسه په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي 117 پېښې رامنځ شوي

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز په مشترک راپور کې ويلې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته په هېواد کې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی دچنده زیات شوی دی.

راپور کې دا هم وېل شوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې مالوماتو ته لاس رسايي کمه شوي او د خبريالانو او رسنيو د کار کچه محدوده شوې او د خبريالانو په وېنا اوس مهال دوی د ويرې سره مخامخ دي او خپل ځان پخپله په سانسور کولو مجبوره دي۔

د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د موجوده وضيعت په حقله په خپل ګډ رپورټ کې ويلي چې د 1400 کال شروع څخه تراوسه په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي 117 پېښې رامنځ شوي۔

د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو واکمن کېدو ورسته چې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي کومې پېښې رامنځ ته شوي هغې د هېواد په خبريلانو او رسنيو خراب اثر کړی دی۔

" په مجموعو کې 117 پېښې دي چې 34 يې د جمهوريت په دوره کې دي او 83 د امارت په دوره کې دي"

نوموړي زياته کړه چې دغه ډېرې نيونې چې د خبريالانو وشوې هغه بېخي بې څارې وې په افغانستان کې، او په دغه کچه ستونزو خبريالان اندېښمن کړل او رسنيز بنسټونو او رسنيز کار باندې ډېر تاثير وکړو۔

رپورټ کې دا هم ويلې شوي چې تېر لمريز کال دوران په افغانستان کې 11 خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او روان کال کې د يوبهرني په ګډون څلور خبريالان وژلې شوي دي۔

د کميټۍ مرستيال مشر عبدالمعيد هاشمي وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي او د هغوی په وژنو کې ککړ تنانو ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې۔

"په دې روستيو کې چې د داعش په نوم کوم بريدونه په جلال اباد کې په عنکاس ټيلي ويژن وشول په ښځينه خبريالانو وشول يا په هلمند او غزني کې خبريالان ووژل شول په هغې کې ککړ يو کس هم نه دې نيولی شوی"

په دغه راپور کې راغلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د طالبانو لخوا د ګواښ پنځه پېښې، د وهلو ټکولو درې پېښې او نامالومه تنانو لخوا د خبریالانو د ټپي کولو درې پېښې په افغانستان کې ريکارډ شوي دي۔

د ننګراهار يو ځايي خبريال عبدالرزاق همدرد چې په وروستيو کې په ځانمرګي بريد کې زخمي شوې و وايي اوس مهال په افغانستان کې خبريالان مالوماتو ته په مکمله توګه لاس رسی نه لري، دې وايي په دې هېواد کې د خبريالانو ژوند د مستقل ګواښ سره مخامخ دی۔

هغه وايي ډيوه ته وايي: " هغه يوه پېښه وه چې زه پکې ژوندی پاتې شوم، نه پوهېږم چې له دې وروسته زه کوم قدم ګدم نو چې زما په نوم کومه مارمې ليکلې شوې ده، بيا به بندي کېږم، بيا به وړل کېږم، دغې ويرې زما په دې روان وضيعت ډېر بد تاثير کړی دی"

د خبريالانو د ملاتړ دغه بنسټونه وړاندیز کوي چې د حکومت او رسنیو ګډه کمیټې چې له دې وړاندې د جمهوريت پرمهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره جوړه شوې؛ هغه دې بيا فعاله کړل شي۔ طالبانو له دې مخکې د خبریالانو سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی، خو تر دې دمه یې د دغه راپور په حقله څه نه دي ویلي۔

دا نه ده معلومه چې طالبانو د افغان خبریالانو د تنظیمونو کلیز رپورټ ته څه عکس العمل ښودلی خو په کابل کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالب مامورینو ویلي د افغانانو د بنیادي انساني حقونو او د مطبوعاتو ته ازادۍ احترام به کوي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG