لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلا پرویز خټک او په ترهگرۍ تورن کسان په یو سټیج ولې ناست دي؟


د جمیعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق په مشرۍ کې د مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان د اتوار، یک شنبې، په ورځ په پېښور کې د "تحفظ القدس کانفرنس" احتجاجي غونډه کړې وه
د جمیعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق په مشرۍ کې د مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان د اتوار، یک شنبې، په ورځ په پېښور کې د "تحفظ القدس کانفرنس" احتجاجي غونډه کړې وه

په پېښور کې یو ځل بیا د امریکا پرضد د غیرقانوني تندروه مذهبي ډلو احتجاجي غونډې او هغې ته د خېبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف منتخت وزیراعلا پرویز خټک وینا ورسته دا پوښتنې کیږي چې آیا په صوبه کې ترهگري کمه وه چې اعلا وزیر د ترهگرو ډلو سره یوځای کښېني؟

د جمیعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق په مشرۍ کې د مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان د اتوار، یک شنبې، په ورځ په پېښور کې د "تحفظ القدس کانفرنس" احتجاجي غونډه کړې وه.

په غونډه کې پرویز خټک او د جماعت الدعوه یو اهم مشر او د ممبۍ په حملو تورن حافظ عبدالرحمان مکي په یو سټیج (ځای) ناست وو.

د هندوستان په ممبۍ ښار کې د کال ٢٠٠٨ م د حملو په سر امریکې د عبدالرحمان مکي په سر د ٢٠ لکو ډالرو او د گوند د مشر حافظ سعید په سر ١٠ میلینو ډالرو انعامونه اعلان کړې دي.

میډیا او مخالف گوندونه څه وايي؟

ډان ورځپاڼه وايي حافظ سعید هم د پېښور دغه غونډې ته تلونکی و خو د پنجاب حکومت پرې نښودو. نوموړی بیا په ټیلي فون جلسې ته وینا وکړه.

د دفاع پاکستان په غونډه کې د پرویز خټک په گډون د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان لیکلي چې دا گام هغه د مذهبي گوندونو د خوشحالولو دپاره واخیستو. ورځپاڼه وايي د سمیع الحق ډلې سره د انتخابی اتحاد ورسته د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک "د مذهبي ډلو، چې پکې ځینې سخت دریځه عناصر هم شامل دي، د خوشحالولو دپاره یو گام نور وړاندې لاړلو."

د صوبې د تعلیم وزیر او د واکمن پاکستان تحریک انصاف گوند عاطف خان ډان ورځپاڼې ته د دفاع پاکستان په جلسه کې د پرویز خټک په شرکت تبصره وه نکړه خو وې ویل پي ټي ايي د دفاع پاکستان کونسل برخه نه ده.

د عوامي نیشنل پارټۍ زاهد خان وویل پرویزخټک په خپل گام نیشنل ایکشن پلان د پښو دلاند کړو چې اشاره یې د ترهگرۍ خلاف د پاکستان تگلارې ته وه چې حکومت پکې د وسله والو ډلو خلاف د اقداماتو لوظ کړی دی.

تحریک انصاف ولې مذهبي گوندونو سره نزدېوالی لري؟

په ټوېټر د پرویزخټک په فیصله بیلا بیلې تبصرې شوې دي.

د "نهاري فېن" په نوم یو تن وویل "هو، تندوري او ترهگرۍ کافي نه وه نو ځکه تر ټولو زیاتې اغیزمنې صوبې اعلا وزیر اړتیا ولره چې د ترهگر او د تندروه تنظیمونو جلسې ته دې وینا وکړي."

د ښي لاس د مذهبي ډلو سره د پاکستان تحریک انصاف خواخوږي څه نوي خبره نه ده.

په کال ٢٠١٦ کې د تحریک انصاف مشر عمران خان په اکوړه خټک کلي کې د مولانا سمیع الحق جامعه حقانیه مدرسې ته د ٣٠٠ میلین روپو مالي امداد ورکړی دی. د صوبايي حکومت مدرسې ته په دومره ډیرو پیسو ورکولو سختې نیوکې شوې وې. مولانا سمیع الحق خپل ځان د افغان طالبانو روحاني مشر ستايي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان باندې هم د تندروه مذهبي گوندونو سره د نزدې والې تورونه لگول کیږي او یو وخت یې په پېښور کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستلو وړاندیز هم کړی و هم دغه وجه ده چې میډیا کې د هغه مخالفین هغه ته د "طالبان خان" کلمه کاروي.

پرویزخټک نه یوازې دا چې د دفاع پاکستان په جلسه کې شرکت وکړو بلکې د وزیراعلا په ماڼئ کې یې د اتحاد غړو میلمستیه هم وکړه.

په ټوېټر ډاکټر نعمان نومې تبصره کونکي یو تصویر شریک کړی دی. په دغه تصویر کې لیدل کیږي چې پرویزخټک په میز د دفاع پاکستان د مشرانو سره یوځای ناست دی.

دغه تصویر سره ډاکټر نعمان لیکلي چې پرویزخټک د پېښور په سي ایم هاوس (چیف منسټر هاوس) کې د "غیرقانوني" ډلو د غړو کوربه توب کوي. "دا ( سي ایم هاوس) هغه ځای دی چې دوي به په لایبریرۍ (کتابتون) کې بدلولو."

څیړونکي دا پوښتي چې تحریک انصاف او د پاکستان مسلم لیگ غوندې پارټۍ چې ځان ته د قامي کچې سیاسي گوندونه وايي ولې او یا څنگه د سخت دریځه مذهبي ډلو سره خواخوږي لري او ورسره یوځای کښېني؟

د سیاسي چارو څیړونکی اعجاز خټک وايي دا ددې گوندونو سیاسي نابالغي ښايي.

خو څیړونکی سردار یوسفزی بیا وايی د پاکستان د قامي سلامتیه خپله بیانیه په مذهب اډاڼه ده او په دې کې د سیکولر او د روش فکره سیاسي گوندونو ځای نشته.

ښاغلي یوسفزي وي او ای ډیوه ته وویل "په پاکستان کې دا خبره ډیره ضروري وي چې تحریک انصاف به د سمیع الحق په پښو پرې باسو ته مجبوروي، زرداري به د طاهرالقادري پښو او نوارشریف به مولانا فضل الرحمان" پښو ته مجبوروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG