د امریکا سترې محکمې ته د ډنالډ ټرمپ لخوا نومول شوي قاضي نیل ګورسچ په قضایه سیستم باندې د ټرمپ توندې نیوکې زړه ماتونکې او خفه کونکې وګڼلې.
ګورسچ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ډیموکراټ سېنټر ریچارډ بلومینتال سره د پټو خبرو پرمهال وکړې. د ګورسچ خبرې د سناتور بلومینتال لخوا خلکو ته ورسېدې چې سترې محکمې ته د یاد نوماند د دفتر لخوا هم تایید شويدي.
له ګورسچ څخه غوښتل شوي وه چې د ټرمپ د هغه ټویټ په وړاندې غبرګون څرګند کړي په کوم کې چې قاضي جیمز رابړټ ته د تش په نامه قاضي خطاب شوی وه.
نوموړي قاضي امریکا ته د اوو اسلامي هیوادونو په وګړو باندې د ټرمپ لخوا د لږول شوي بندیز امر ځنډولی وه. ټرمپ ویلي وه که کوم ناوړه ترهګریز برید وشي نو قاضي رابړټ او د محکمې سیستم باید ګرم وګڼل شي.
ولسمشر همدارنګه په هغو دریو قاضیانو هم نیوکې وکړې چاچې د سانفرانسیسکو په یوې محکمه کې د اورونې پرمهال پدې غور کاوه چې ایا قاضي رابړټ له حقوقي پلوه د ټرمپ د فرمان د ځنډولو واک درلود او که څنګه؟
ټرمپ ویلي وه چې زه حتی دومره هم نه وایم چې محکمه غلطه ده او یا محکمې غلطي وکړه خو دومره باید وه وایم چې محکمې ډیرې سیاسي شویدي. ټرمپ زیاتوي چې دا به ډیره ښه وي کچیرې زمونږ قضایه قوه هغسې پریکړه وکړي کومه چې سمه وي.
د امریکا په اساسي قانون کې د خپلواک قضايې سیستم یادونه شوې او د فدرالي محکمو په وړاندې د ولسمشر لخوا داسې توندې نیوکې ډېرې کمې شویدي.
تر دې مخکې ټرمپ د قانون پلې کونکو چارواکو ته په واشنګټن کې وویل چې د هغه اقدام د هیواد د ژغورلو لپاره دی. ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال وویل زه د تیرو دوو اونیو پرمهال پوه شوم چې ترهګري تر هغې ډیره خطرناکه ده چې زمونږ خلک یې فکر کوي.
په هر صورت دواړه خواوې مخکې له دې چې دغه دوسیه سترې محکمې ته ورسېږي د ځان په ګټه تیشه وهي.