لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي عدالت د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دا دعوه رد کړې چې هغه د مجرمانه الزاماتو نه استثنا لري


د امریکې په تاریخ کې ټرمپ وړمبی پخوانی صدر دی چې مجرمانه الزامات پې لګول شوي دي او د چټکن فېصله هم وړمبۍ فېصله ده چې د دې خبرې تصدیق کوي چې په صدرانو هم لکه د نورو شهریانو په شان مجرمانه الزامات لګېدلی شي
د امریکې په تاریخ کې ټرمپ وړمبی پخوانی صدر دی چې مجرمانه الزامات پې لګول شوي دي او د چټکن فېصله هم وړمبۍ فېصله ده چې د دې خبرې تصدیق کوي چې په صدرانو هم لکه د نورو شهریانو په شان مجرمانه الزامات لګېدلی شي

د یو امریکايی عدالت ججې د جمعې په ورځ د ریپبلېکن پارټۍ دا خواست رد کړو چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ضد دې هغه مقدمه ختمه کړي چې په کې په ټرمپ الزام لګول شوی چې د کال 2020 په صدارتي انتخاب کې یې د خپل ماتې نتیجه د بدلولو کوښښ کړی و، عدالت وویل ټرمپ چې د صدر په حېث کوم ګامونه اخیستي د دې په سر د مجرمانه الزاماتو نه استثنا نه لري.

په واشنګټن کې د یو اېس ډسټرېکټ کورټ ججې ټانیا چټکن وویل داسې څه قانوني مثال نشته چې کله یو تن د صدارت چوکۍ پرېږدي نو بیا په هغه مجرمانه الزامات نه شي لګېدلی.

ټرمپ چې د کال 2024 صدارتي انتخاب دپاره د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ په خواهشمندو امیدوارانو کې د مقبولیت په لحاظ د ټولو نه مخکې ګڼل کېږي د ججې د فېصلې خلاف بل عدالت ته خواست یا اپیل کولی شي.

توقع ده چې د 2020 د صدارتي انتخاب په اړه د ټرمپ خلاف مقدمه د مارچ په میاشت کې شروع شي خو که چېرې هغه د جمعې د عدالت د جمعې د ورځې فېصلې خلاف اپیل کوي نو مقدمه ځنډېلی هم شي.

د چټکن فېصلې ټرمپ د منصفانو شورا یا جیورې سره مخامخ کېدو نه نږدې کړی دی. په هغه الزام دی چې د کال 2020 د صدارتي انتخاب د ووټونو په شمېره کې یې د مداخلت سازش کړی و او کوښښ یې کولو چې د کانګرس مخه ونیسي چې په صدارتي انتخاب کې د هغه د حریف او د ډیموکرېټېک پارټۍ امیدوار جوبایډن فتح په رسمي ډول اعلان نه کړي.

ټرمپ د خپلې بې ګناهۍ اعتراف کړی او په سرکاري وکیلانو یې الزام لګولی چې د هغه انتخابي کېمپېن ته نقصان رسوي. د دې مقدمې په شمول ټرمپ د څلورو مقدمو سره مخامخ دی.

د مقدمې د خارجولو دپاره د ټرمپ په نورو خواستونه لا اورونه نه ده شوې چې دا د هغه د رای د ازادۍ خلاف ورزي کوي او قانوني علطیانې لري.

د امریکې په تاریخ کې ټرمپ وړمبی پخوانی صدر دی چې مجرمانه الزامات پې لګول شوي دي او د چټکن فېصله هم وړمبۍ فېصله ده چې د دې خبرې تصدیق کوي چې په صدرانو هم لکه د نورو شهریانو په شان مجرمانه الزامات لګېدلی شي.

د اوږدې مودې راهسې د انصاف وزارت دا داخلي تګلاره پاتې شوې چې د صدارت په چوکۍ ناست صدر به د فرد جرم نه لګوي خو چې کله هغه د وایټ هاوس نه لاړ شي نو بیا داسې څه قدغن نشته.

د ټرمپ وکیلان دا دعوه کوي چې د صدر په حېث د اخیستل شویو ګامونو په سر هغه د مجرمانه الزاماتو ته مکمله استثنا لري او دا دلیل وړاندې کوي چې د صدر سیاسي مخالفین د صدر په کار کې مداخلت او په هغه د مجرمانه الزاماتو لګولو دړکه کولی شي.

سرکاري وکیلان وايي چې د ټرمپ دلیل به هغه ته د قانون نه بالا درجه ورکړي چې اود امریکې د ایین د بنیادي اصولو خلاف ورزي به هم وشي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG