لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د پخواني صدر د کور نه د ترلاسه شویو دستاوېزاتو فهرست څرګند کړی شو


ډانلډ ټرمپ
ډانلډ ټرمپ

د امریکي د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د کور نه چې تېره میاشت حکومتي چارواکو کوم دستاوېزات او نور شیان ترلاسه کړي دي د هغې تفصیلي فهرست د جمعې په ورځ‌ د یو جج په امر څرګند کړی شو.

د اتوو پاڼو په دغه فهرست کې په فلورېډا ریاست کې ټرمپ د کور نه د ترلاسه شویو موادو موضوعات نه دي څرګند کړی شوي خو د انصاف وزارت د دې خبرې تصدیق کوي چې انتهايي خفیه حکومتي دستاوېزات د نورو شیانو سره ګډ د ټرمپ په کور کې ساتل شوي وو، چې ښښي ممکنه دغه ګام د وفاقي قانون خلاف ورزي وي.

د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې، اېف بي ایي، چارواکو د اګست د میاشت په اتمه نېټه د ټرمپ د کور لټون وکړو او په لویه شمېره کې دستاوېزات یې ترلاسه کړل.

د ټرمپ د کور لټون د هغه تحقیقاتو برخه ده چې ګوري انتهايي خفیه حکومتي دستاوېزات په فلورېډا ریاست کې د ټرمپ شخصي کور مارلاګو ته څنګه ورسېدل د دې باوجود چې د کال 2021 د جنورۍ په میاشت کې د هغه صدارت ختم شوی و؟

اېف بي ايي ډانلډ ټرمپ د کور نه د اخیستل شویو شیانو فهرست جاري کړی و خو هغه عدالت ته خواست کړی و چې د دغو دستاویزاتو کتنې دپاره دې خصوصي خپلواکه "ماسټر" یا کار پوهه وګماري او د هغه د کور نه د اخیستل شویو دستاوېزاتو او د نورو شیانو دې تفصیلي فهرست جاري کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې وفاقي ججې اېلين کېنن د ټرمپ په غوښتنه د هغه او د حکومتي وکیلانو دلایل واورېدل.

په فلورېډا ریاست کې د ټرمپ شخصي کور مارالاګو نومېږي
په فلورېډا ریاست کې د ټرمپ شخصي کور مارالاګو نومېږي

د وفاقي حکومت وکیلانو د خصوصي ماسټر د تقررۍ مخالفت وکړو او ویې وېل د انصاف وزارت یوې خصوصي ډلې د ټرمپ د کور نه د اخیستل شویو دستاوېزاتو کتنه کړې او دا تعین یې کړی چې د پخواني صدر په حېث ټرمپ ځینې دستاوېزات د ځان سره ساتلی شي او پکار ده چې هغه ته بېرته ورکړی شي.

د خصوصي ماسټر د تقررۍ په اړه د ټرمپ په خواست جج کېنن وویل په دې اړه به فېصله وروسته کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه حکومتي وکیلان د جج کېنن د فېصلې نه خوشحاله نه ښکارېدل او ویې وېل د عدالت په امر څرکند کړی شوي تفصیل کې داسې ډول معلومات هم شامل دي چې په عامه حالاتو کې د هغه تن سره نه شریکېږي د چا د کور چې د عدالت په امر لټول شوی وي.

په څرګند کړی شوي فهرست کې په زرګونو دستاوېزات او نور مواد شامل دي چې د خفیه دستاوېزات سره ګډ اېښودل شوي وو.

یو ډبې چې د ټرمپ نه کور نه اخیستل شوی و پکې د کال 2017 نه تر د کال 2018 پورې مجلې، اخبارونه، د اخبارونو او مطبوعاتو مضمونونه د خفیه او د انتهايي خفیه دستاوېزاتو سره ګد اېښودل شوي وو.

په خپل کور د حکومتي دستاوېزاتو د ساتلو په سر ټرمپ په اړه تحقیقات پس له هغې شروع شول چې د صدرات ختمېدو وروسته د ټرمپ عملې د دستاوېزاتو نه ډک 15 ډبې نېشنل ارکایوز یا قامي محافظ خانې ته ولېږل. محافظ خانې بیا د انصاف وزارت ته اطلاع ورکړه چې د محافظ خانې ته ورکړی شوي د ټرمپ په دستاوېزاتو کې ځینې خفیه دستاوېزات هم شامل وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فاریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG