د منصفانو یوې شورا یا جیوري د جمعې په ورځ فېصله کې وویل په جورجیا ریاست کې د انتخاباتو په دوو ښځیه چارواکو د بې ځایه الزاماتو په تاوان کې به د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پخوانی وکیل روډي جولیاني دواړو مامورینو ته د 148 مېلین ډالرو تاوان ورکوي.
د جولیاني خلاف د خپلې بدمانۍ په الزام مقدمه کې دواړو چارواکو ویلي وو چې په کال 2020 کې جولیاني د دوی په اړه دروغ خواره کړي وو چې له امله یې د دوی ژوندونه اغیز من شول او ورته د نسلي تعصب په بنیاد دړکې ورکړی شوې وې او ویرول شوې وې.
وانډریا شی ماس او د هغې مور روبي فریمېن په عدالت کې د اوښکو نه په ډکو سترګو بیانونه ورکړل چې څنګه جولیاني او د ریپبلېکن پارټۍ نورو غړو چې غوښتل چې ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې باوجود د صدارت په چوکۍ پاتې شي، دوی یې د غلط سازش هدف کړې وې.
جولیاني د واشنګټن په فېډرل کورټ هاوس کې د جیوري په فېصله څه ردعمل و نه ښودلو.
جولیاني د دې نه مخکې په عدالت کې اعتراف کړی و چې په دواړو ښځینه چارواکو يې په انتخاباتو کې د درغلۍ غلط الزامات لګولي وو.
جولیاني چې د نیویارک ښار مېیر یا ښاروال هم پاتې شوی، هم دا هفته د ښځینه چارواکو په اړه خپل بې ځایه الزامات تکرار کړل.
د جولیاني وکیلانو منلې چې د دوی موکل په غلطه دی خو د ښځینه چارواکو په اړه جولیاني یوازې د ټولو خبرو ذمه وار نه دی.
Forum