د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د نیویارک په عدالت کې مقدمه فېصله کونکو د منصفانو ۱۲ کسیزه ډلې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مقدمه د غور خپل کار وکړو.
د ټرمپ خلاف مقدمه کې د هغه د دفاع او سرکاري وکیلانو دلایل د ختمولو وروسته د منصفانو ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مقدمې د فېصلې په اړه غور شروع کړو.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د څلورو ګنټو د غونډې وروسته، د منصفان ډلې یا جیوري د مقدمې د سرپرست جج نه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په مقدمه کې د دوو ګواهانو، ډېوډ پېکر، چې د یوې مجلې نېشنل انکوایرر ناشر دی، او د ټرمپ د پخواني وکیل مایکل کوهن د شاهدتونه په لیکل شوي بڼه کې ورکړی شي. جیوري ټرمپ سره په کال ۲۰۱۵ کې په نیویارک کې د پېکر او د کوهن د ملاقات په اړه تفصیل غوښتلو.
سرکاري وکیلانو دغه ملاقات "ټرمپ ټاور کسپیرسي" یا د ټرمپ ټاور سازش بللی. دغه ملاقات په نیویارک کې د ټرمپ ټاور نومې ودانۍ کې شوی و.
پېکر ویلي هغه هم په دې ملاقات کې ټرمپ ته ویلي وو چې په داسې حال کې چې هغه د صدارت دپاره انتخابي مېدان ته ور وځي، هغه (پېکر) به د ټرمب سترګې او غوږونه وي او په مطبوعاتو به نظر ساتي چې د ټرمپ په اړه خو په کې څه منفي خبرونه خو نشته.
په ټرمپ په پراخه کچه دا الزام لګول کېږي چې د کال ۲۰۱۶ صدارتي انتخاب په نتیجه د اثرانداز کېدو کوښښ یې کولو. هغه دغه انتخاب ګټلی و په وایټ هاوس کې یې د صدارت څلور کاله دور تېر کړی خو په دویم ځل بیا کامیاب نه شو.
په مقدمه کې کوهن عدالت ته دا بیان ورکړی چې د ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب نه څو ورځې وړاندې ټرمپ ورته وویل چې د لوڅو فلمونو ادا کارې سټوري ډېنییلز ته دې ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړي چې هغه ټرمپ سره د یوې شپې د خپل جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي. ټرمپ ډېنییلز سره د تعلق نه انکار کوي.
چا ته د خاموشۍ پېسې ورکول غېرقانوني کار نه دی خو په ټرمپ د ۳۴ مادو په فرد جرم کې دا الزام لګول شوی چې کوهن ته د هغه ورکړی شوي پېسې خفیه ساتلو دپاره ټرمپ د خپل کاروبار د حساب کتاب په کتابونو کې په مبینه توګه د دروغو نه کار اخیستی دی. ټرمپ دعوه کوي چې دغه پېسې یې کوهن ته د هغه د قانوني خدماتو په غوض کې ورکړي دي. د ټرمپ د دفاع وکیلان وايي کوهن په خپله خوښه او په خپله رضا دغه پېسې ډېنییلز ته لېږلې وې.
ټرمپ په هغه د فرد جرم ټول الزامات ردوي.
ټرمپ سره د کال ۲۰۱۵ په ملاقات کې پېکر لوظ کړی و چې د ټرمپ په اړه د هغه ټولو خبرونو حقونه په ترلاسه کړي چې د بدنامۍ سبب جوړېدلی شي او د ټرمپ د سیاسي مخالفینو خلاف به د دروغو خبرونه چاپ کوي.
د ټرمپ د دفاع وکیلان وايي د ټرمپ او د پېکر ترمنځ د دغه ډول انتظام څه غېر معمولي خبره نه ده خو دا د امریکې د صحافت دود دستور نه دی.
د ملاقات نه وروسته پېکر د ټرمپ د ودانۍ یو دربان یا په دروازه ولاړ یو تن ته ۳۰۰۰۰ ډالر ورکړل چې د هغه د دروغو دا دعوه پټه وساتي چې د ټرمپ یو ناجایز ماشوم هم شته. د بلی بوای نومې مجلې ماډلې کېرن مېکډوګل ته هم ۱۵۰۰۰۰ ډالر ورکړی شوې وې چې د کال ۲۰۰۶ او د کال ۲۰۰۷ ترمنځ موده کې ټرمپ سره د څو میاشتو خپل تعلق په اړه خاموشه پاتې شي. ټرمپ د دغې معاشقي نه انکار کړی دی.
د جیوري غړي اووه سړي او پینځه ښځې دي، د نیویارک اوسېدونکي دي او د ووټرانو د فهرست نه یې نومونه غوره کړی شوي دي.
د امریکې په تاریخ کې دا وړمبی ځل دی چې په یو پخواني صدر مجرمانه الزامات لګول شوي دي.
د امریکې د عدالتي نظام ترمخه جیوري به په متفقه ډول فېصله کوي چې ایا ۷۷ کلن ټرمپ مجرم دی او که بې ګناه دی. که چېرې جیوري متفقه فېصله و نه کړی شي نو سرکاري وکیلا به ګوري ایا مقدمه بیا د سره شروع کړي.
د مقدمې فېصله د ټرمپ دپاره نه یوازې د هغه د شخصي ازادۍ بلکې د هغه د سیاسي مستقبل دپاره ډیر اهمیت لري. د سږ کال صدارتي انتخاب کې هغه د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ صدر جوبایډن خلاف د ریپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار ګڼل کېږي.
که ټرمپ مجرم وموندل شو نو ضمانت ترلاسه کولی شي او یا ورته څلور کاله د قېد سزا اورول کېدی شي. هغه ته د سزا باوجود هغه اپیل کولی شي او په صدارتي انتخاب کې برخه اخیستلی شي.
Forum