د امریکې د انصاف وزارت ویلي د مېنېسوټا ریاست په مېنیاپلس ښار کې پولیس په منظمه ډول د تورپوستو امریکایانو او د امریکې اصلي اوسېدونکو یا نېټیو امېرېکنز سره د کلونو راهسې د تعصب چلند کړی او اکثر يې د هغوی د اییني حقونو خلاف ورزي کړې.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د انصاف وزارت د مېنیاپلس پولیس د مبینه خلاف دا خبره د ښار د پولیس په ولکه کې د تورپوستې جورج فلواېډ د مرګ نه پس په پراخه کچه د تحقیقاتو په نتیجه کې کړې ده.
ای پي وايي د دوو کلونو تحقیقاتو موندلي چې د مېنیاپلس ښار پولیس اکثر د ضرورت نه زیات زور استعمال کړی چې په کې غیر منصفانه مرګونی زور او د هغو خلکو د حقونو خلاف ورزي يې هم کړې چې ایین یې د رای د ازادۍ تحفظ کوي.
د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل مېرېک کارلېنډ په مېنیاپلس کې خبري غونډې ته وویل د مېنیاپلس د پولیس محکمې ګڼ شمېر افسران په جرات او احترام د خپلې دندې مشکل کار ترسره کوي خو د کومو طریقو او چلند چې مشاهده شوي له امله یې د فلواېډ مرګ هم وشو.
ګارلېنډ وویل د پولیس په حراست کې د خلکو د تحفظ خیال نه ساتل کېدل معمول و او داسې حالات هم شوي چې په حراست کې تن به وېل چې ساه نه شي اخیستلی خو پولیس افسرانو به ورته وېل چې ساه اخیستلی شي ځکه چې خبرې کوې.
د انصاف وزارت په تحقیقاتي رپورټ کې دا خبره هم شوې چې پولیس په داسې خلکو هم خطرناکې طریقې استعمال کړي چې په معمولي جرمونو کې ککړ وو او یا هېڅ جرم هم نه و کړی.
رپورټ وايي پولیس افسرانو د هغو کسانو خلاف هم د طاقت استعمال کړی چې پولیس یې غصه کړي او یا یې په پولیس تنقید کړی و.
رپورټ وايي پولیس په یوه علاقه کې د ابادو خلکو د قومیت په بنیاد ګزمې یا ګشتونه کول او د تالاشۍ او د خلکو لاسونه د تړلو په وخت به یې تعصب کولو.
د تحقیقاتو په نتیجه کې مېنیاپلس د پولیس په محکمه کې اصلاحاتو ته راضي شوی چې څارنه به يې په ازاده ډول کولی شي او وفاقي جج با منصب به يې منظوروي.
د مېنیاپلس د پولیس محکمې په اړه تحقیقات د کال ۲۰۲۱ د اپرېل په میاشت کې د ښار پخواني پولیس افسر ډېرېک چاوېن ته د قتل او اقدام قتل په جرم د سزا ورکړی کېدو وروسته شروع شول. سپین پوستې چاوېن ته د فلواېډ د مرګ په سر سزا ورکړې شوې ده. فلواېډ تورپوستی و.
ای پي وايي چاوېن د فلواېډ په مرۍ تر نهم نیم منټو پورې زنګون اېښی و او فلواېډ وېل چې ساه نه اخیستلی او وروسته بې حاله شو. دغه منظر یو لاروي په وډیو رېکارډ کړی او په سر یې په ټول ملک کې احتجاجونه راپارېدلي وو.
ګارلېنډ وویل د انصاف وزارت تحقیقاتو موندلي چې چاوېن په ګڼ شمېر موقعو د نورو کسانو خلاف هم د ضرورت نه زیات زور استعمال کړی و او دا چې همکارانو نه منع کولو.
۴۶ کلن فلواېډ په دې شک پولیس نیولی و چې په یو دوکان کې یې د شلو ډالرو په مبینه جعلي نوټ یې د سېګرېټو ډبی اخیستی و او که څه هم پولیس د هغه لاس تړلي وو خو پولیس فلواېډ ځمکې ته غورځولی و.
پخواني پولیس افسر چاوېن ته د فلواېډ د مرګ په سر ۲۲ نیمه کاله د قید سزا ورکړی شوې ده. هغه د دې جرم اعتراف هم کړی چې د فلواېډ د شهري حقونو خلاف ورزي یې کړې ده او په دې جرم ورته د ۲۱ کاله د قېد سزا اورول شوې ده. هغه دا مهال په اېريزونا ریاست کې په زندان کې دی.
د مېنیاپلس پولیس په اړه خپل تحقیقاتي رپورټ کې د انصاف وزارت وویل چې د ښار پولیس په محکمه کې اصلاحات شروع کړي دي.
د رپورټ ترمخه د نورو ممنوعاتو ترڅنګ پولیس منع کړی شوي چې حراست کې اخیستل شوي کسان به د مرۍ یا څټ نه نه قابو کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي