لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د مخابراتو په وزارت برید پاېې ته رسیدلی ټول برید کونکي وژل شوي


دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي په کابل ښار کې نن ترسره شوی ترهګریز برید پاې ته رسیدلی چې پکې ټول برید کونکي وژل شوي. د وزارت تر مخه دغه برید نن له غرمې یولس بجې او ۴۴ دقیقې دمخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ په وزارت ترسره شو.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي له وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل له ۵ بریدګروڅخه یې یوتن د وزارت ترڅنګ په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ۴ نورو غوښتل یې چې مرکزي پوسته خانې ته چې د مخابراتو وزارت ترڅنګ موقعیت لري ودانی ته ننوزي خو دامنیتي ځواکونو لخوا کلابند شول.

د داخله وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاه کړه له افغان ځواکونو سره په نښته کې څلورتنه بریدګر او دریو پولیسو په ګډون ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۸ تنه ملکي کسان ټپیان شوي.

نصرت رحیمی وویل: ٫٫ څلورتنه زمونږ ملکي کسان وژل شوي او د ترهګرو شمیر چې ۴ تنه و هغوی هم ووژل شول او په مجموع کې ۸ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.٬٬

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني دغه برید غندلی او په مخابراتو وزارت شوی برید یې د ترهګرو وحشت بللی.

د ارګ په خپاره شوي بیان کې صدر ویلي دي د افغانستان دښمنانو پر ملکي مامورینو اوعامه تاسیساتو بریدکولو، ویرې او وحشت خورولو سره یوځل بیا ثابته کړه چې له وژنو او جنایت پرته بل هدف نه لري.

ولسمشر ویلي، وحشي کړنې د افغانستان د خلکو د ارمانونو پروړاندې خنډ نه شي جوړیدای او د ترهګرۍ پرضد د افغان ځواکونو اراده به لاپیاوړې کړي .

وسله والو طالبانو ویلي چې په دې پیښه کې لاس نه لري اوتراوسه کومې بلې وسله والې ډلې په دې پیښه کې د لاس لرلو په تړاو څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG