لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:نني بریدونو ۲۷ افغانان وژلي، داعش او طالبانو يې پړه منلې


داعش خراسان ډلې او طالبانو د افغانستان په سر ښار کابل، هلمند او فراه ولایتونو کې شوو خونړي بریدونه پړه منلې چې پکې د افغان چارواکو په وینا ۲۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي هم دي.

په کابل او نورو ولایتونو کې دا بریدونه یوه ورځ وروستو د هغې تر سره شوي چې تیره ورځ په افغانستان کې د ټاپي په نامه ګېس پروژې پرانسته هم شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر مخه د خالي په سهار یو ځانمرګۍ برید کوونکی د دولتي او د نړیوالو ځواکونو دفترونه وړاندې ځان الوځولی. دکابل د پولیسو ویاند ویلي، په دې برید کې درې تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. داعش خراسان ډلې د دغه برید پړه منلې.

د افغانستان د هلمند والي ویاند عمر ځواک بیا خبریالانو ته ویلي د شنبې یا خالي په سحر په لښکر ګاه کې یو ځانمرګي برید شوی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ اته عام وګړي ټپیان دي. سیمه ایز خلک دټپیانو شمیره تر ۱۵ؤ ښایي اؤ وایي ځانمرګي برید کې زیاتره ماشومان اؤ محصلین ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت تر مخه په فراه ولایت کې د طالبانو اؤ ملي اردو ترمینځ سخته نښته شوې چې پکې دملي اردو ۱۸سرتیري وژل کیدو تر څنګ د ګڼ شمیر طالبانو د وژنې ادعا هم شوې.

افغان طالبانو په یو بیان کې د هلمند په نادعلي اولسوالۍ کې شوي برید پړه منلې او دعوه يې کړې په دغه برید کې يې ګڼو افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اړولی. طالبانو دعوه کړې په دغه برید کې يې د افغانستان د استخباراتي ادارې یو مشر په نښه کړي.

ناټو او امریکا نني بریدونه غندلي

د ناټو لپاره د امریکا سفیرې کی بېلی چې دا مهال د کابل په سفر ده، د دغه بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې.

په کابل کې خبریالانو سره د خبرو په مهال میرمن بېلی په وسله والو غږ کړی د افغانستان سولې پروسې برخه دې جوړ شي.

میرمن بېلی ویلي:٫٫ مونږ به افغانستان تشدد ته داسې نه پریږدو، او وسله وال دې په دې پوه شي چې دا جګړه د دوي د ګټې نه ده. تر څو چې دوي د خبرو اترو میز ته نه وي ناست او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د حکومت سره نه وي ناست. دوي ګټه نه شي ترلاسه کولی.٬٬

په افغانستان کې د اېتلافي عسکرو مشر امریکايي جنرال جان نکولسن هم په یو بیان کې دا تازه بریدونه په سختو ټکو کې غندلي او زیاته کړې يې ده: ٫٫ مونږ د دښمنانانو هم دغه تمه لرو چې داسې بریدونه به کوي. خو مونږ به د خپلو ملګرو سره په ګډه د افغانانو او افغان عسکرو مرستې دوام داره ساتو. مونږ ته لا ډیر کال کول دي.٬٬

ټاپي پروژه او د دې امنیت

افغانستان کې دا تازه بریدونه یوه ورځ وروستو د هغې شوي چې هم تیره ورځ په هرات کې د ترکمانستان نه د افغانستان او پاکستان په لار هندوستان ته د ګېسو د لوې پاېپ غځولو منصوبې یا ټاپي پرانسته شوې او تمه ده دغه منصوبه به په راروانو دوو کلونو کې سر ته رسیږي.

د افغانستان فراح او هلمند هغه ولایتونه دي کوم چې د ټاپي ګېس پروژې په لار کې راځي. د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني نن د دغه بریدونو وروستو ویلي ٫٫ په یو داسې وخت چې افغانان د ټاپي منصوبې خوشحالې نمانځي، زمونږ د وطن او خلکو دښمنانانو په کابل، هلمند او فراه ولایتونو کې زمونږ بچیان وژني.٬٬

صدر غني زیاته کړې زمونږ خپلو دښمنانانو ته پیغام دی داسې بریدونه د ترهګرۍ پرضد زمونږ حوصله نوره هم سېوا کوي او مونږ به په خپل هیواد کې سوله او ثبات او اقتصادي پرمختیا راولو.

دټاپي دغه پروژه درقيبو هيوادونو پاکستان اوهند او تاوتريخوالي سره دمخ ګاؤندیو هیوادونو پاکستان او افغانستان ترمينځ دمرستې يوه ځانګړې بيلګه ده. ددغه پروژې دامنيت په اړه انديښنې شته خو فرهاد ويلي دي چې افغانستان دګاز دنل خوندي ساتلو لپاره يوکوټلی امنيتي پلان جوړ کړيدى.

تیره ورځ افغان اولسمشر اشرف غني دټاپي پروژې دپرانستې غونډې ته پخپله وينا کې ويلي وو دغه نل د راتلونکو نسلونو دپاره یو غوره پیغام دی.

اشرف غني ويلي وو مونږ هيله کوو چې زمونږ راتلونکى نسل به د ګاز دا نل زمونږ د اقتصادي وضعیت ښه کولو، روزګارونو ورکولو، زمونږ دامنيت سيوا کولو او ترهه ګرو په ضد جګړه کې زمونږ د ګډ دريځ د ساس په توګه وويني.

XS
SM
MD
LG