لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف:که په عمران خان شوي بريد کې زما لاس ثابت شي وزيراعظمي او سياست دواړه پرېږدم


پېښور- دپاکستان وزيراعظم شهباز شريف دتحريک انصاف ګوند په مشر عمران خان دشوي بريد او دعمران خان لخوا دلګول شوو تورونو د پلټنو لپاره دسپريم کورټ دمشر قاضي نه د فل کورټ کميشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

شهباز شريف وايي که عمران خان په هغه شوي بريد کې دده (شهباز شريف) دموجوديت په اړه ثبوت وړاندې کړو نو دى به نه يوازې دا چې خپله څوکۍ پريږدي بلکې دسياست نه به هم دتل لپاره لاس واخلي.

دجمعې په ورځ دپنجاب وزير اباد سيمه کې په عمران خان د شوي بريد تور هغه په وزيراعظم، دکورنيو چارو په وزير او د پوځ په يو لوړ پوړي چارواکي لګولى دى خو دخپلو تورونو په اړه يې هيڅ ثبوت مخې ته نه دى راوړى.

دخالي په ماسخوتن يو مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې شهباز شريف دعمران خان تورونه په سختۍ سره رد کړل او هغه يې دروغژن وبللو.

تر دې وړاندې پوځ هم پخپل يو بيان کې دعمران خان تورونه رد کړي او دحکومت نه يې ددې تورونو پسر دقانوني کارروايۍ کولو غوښتنه کړې.

وزيراعظم وويل" که هغه(عمران خان) سره دخپلو تورونو ثبوت وي نو بايد راوړاندې يې کړي،زه به بيا يوه دقيقه هم د وزيراعظم پاتې کيدو حق نه لرم"

هغه وويل حکومت په 28م اکتوبرلانګ مارچ کې دترهګرۍ خبرادر حاري کړى و.

وزيراعظم وويل عمران خان او دهغه ملګرو په پوځ داسې يرغل پيل کړى لکه دښمن چې يې کوي.

خو دتحريک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر بيا دا تورونه رد کړي چې ګنې عمران خان يا ګوند يې دپوځ په اداره تورونه لګوي.

اسد عمر په ټويټر ويلي په يو فرد نيوکه کول په ادارې نيوکه نه وي او عمران خان تل دپوځ د مضبوطولو خبره کړې ده.

شهباز شريف دسترې محکمې د مشر قاضي نه غوښتنه وکړه چې دعمران خان لخوا دلګول شوو تورونو دپلټنو لپاره فل کورټ جوړ کړي او وي ويل عدالت چې هره پرېکړه وکړه دى به يې په ټيټ سر مني.

دا په داسې حال کې ده چې په عمران خان دشوي بريد نه وروسته په ګرد هيواد کې دهغه پلويانو دقهره ډک احتجاجونه پيل کړي او تيره ورځ يې په لاهور کې دګورنر په ماڼۍ يرغل هم کړى و.

په دې احتجانو کې دپوليسو او دتحريک انصاف د پلويانو ترمنځ دوه ورځې پرله پسې دپلازمينې اسلام اباد ترڅنګ په فيض اباد سيمه کې نښتې هم شوي دي.

په عمران خان دشوي بريد نه وروسته دهغه دګوند دوو مرکزي مشرانو فواد چوهدري او عمران اسماعيل دخپل ګوند دپلويانو نه سوګند اخستى و چې په عمران خان دشوي بريد بدل به اخلي خو دا يې نه وه روښانه کړې چې بدل به دچا نه اخلي؟

دتحريک انصاف ګوند فعالين زياتره پخپلو احتجاجونو کې دکورنيو چارو د وزير رانا ثنا الله او دپوځ دسرلښکر جنرال قمر حاويد باجوه په ضد سخت شعارونه ورکوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG