لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان: په يوه ورځ د داعش په ځانمرګي بريد او يوه چاؤدنه کې ٦٣تنه وژل شوي
تازه خبر

افغانستان: په يوه ورځ د داعش په ځانمرګي بريد او يوه چاؤدنه کې ٦٣تنه وژل شوي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې د داعش په ځانمرګي بريد کې د وژنو شمېره ٥٧ ته رسېدلې او بل لور ته په بغلان کې د سړک غاړې ښخ ماين چاؤدنه کې شپږ تنه وژل شوي دي.

افغان رسنيو د روغتیا وزارت وياند ډاکټر وحید مجروح له قوله ويلي د کابل په بريد کې په وژل شوؤ کسانو کې ۲۱ ښځې او پينځه ماشومان هم شامل دي.

نوموړي ويلي په بريد کې ۱۱۲ کسان ژوبل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت پکې خطرناک دی.

کابل کې نن د اتوار/ یکشنبې، په سهار شاوخوا لس بجې د تذکرو د اخیستو په یومرکز کې چې د ښار شپږمې امنیتې حوزې اړوند د اصف مایل په کوڅه کې موقعیت لري ځانمرګۍ برید ترسره شو.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي بریدګر د تذکرو اخستلو لپاره د عامو ولسي خلکو په جوړ شوي قطار کې ځان پورې تړلي چاودیدونکو ته چاودنه ورکړې ده.

اجرائي رئيس عبدالله عبدالله په سکول کې جوړ دغه مرکز باندې د شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې ده.

د روئټرز خبري ادارې ترمخه تندلارې ډلې داعش د دغه ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده.

بل لور ته د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۶ تنه وژل شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا غړي اسدالله شهباز وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي ،د ولسي وګړو په موټر نن سهارهغه مهال ماین چاودنه وشوه چې په موټرکې ناست د یوې کورنۍ غړي ښځه، خاوند او څلور ماشومان په نخښه شوي څوک چې د خپلوانو د فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.

د ولایتی شورا غړي ويلي په ياده سيمه کې زیاتې د برخې د طالبانو په لاس کې او د سختو امنيتو ګواښونو سره مخ دي.

په دې وروستیو کې په بغلان ولایت کې د طالبانو په خوځښتونو کې زیاتوالی راغلی تيره اوونۍ د کیله ګي په سیمه کې له تاجکستان او ازبکستان څخه کابل ته د غځیدلې بریښنا پایه (ستن) تیره اوونۍ طالبانوپه بمونو الوزولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG