لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي په پوځي روغتون باندې د داعشیانو برید یې ناکامه کړی دی


د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې په هسپتال حمله کې لږ تر لږه 19 کسان وژل شوي دي
د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې په هسپتال حمله کې لږ تر لږه 19 کسان وژل شوي دي

د افغانستان سرښار کابل کې په سردار محمد داود خان پوځي روغتون د نهې، سه شنبې، په ورځ د ځانمرګي او د مسلح وسله والو په حمله کې رپورټونه وايي لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، دا برید د "داعشي فتنه ګرو" بللی او ویلي یې دي چې بریدکوونکي وړاندې تر دې چې هدف ته ورسیږي، د طالب جنګیالیو لخوا په نښه او ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده چې د روغتون/هسپتال دننه څوک ندي ژوبل شوي، خو د روغتونه بهر، ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوی دی. همدا راز د طالبانو ویاند ویلي چې په برید د دوی درې طالبان هم وژل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند هم په واټساپ پیغام کې د یو شمېر جسدونو تصویرونه خپاره کړي چې په وینو لړلي دي او د طالبانو په وینا، دا هغه داعشي وګړي و چې په روغتون یې برید کړی و.

داسې ناتایید شوي رپوټونه هم شته چې په پوځي روغتون باندې برید کې، د طالبانو یو لوی کمانډر، قاري حمدالله مخلص هم وژل شوی دی، خو طالبانو تر اوسه ددې خبر پخلی ندی کړی. قاري مخلص یو له هغو طالب جنګیالیو ځیني و چې د اګسټ په ۱۵مه اول ځل د افغانستان صدارتي اېوان (ارګ) ته ننوتی او تصویرونه یې په الجزیره ټي وي هم خپاره شول.

بل پلو، ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې په هسپتال حمله کې لږ تر لږه 19 کسان وژل شوي دي.

د وي او ای او د رویټرز خبري ادارې رپورټونه په حمله کې وژل شویو کسانو شمېره 15 یادوي.

ای اېف پي خبري اداره د یو چارواکي له قوله وايي په روغتون حمله په موټر سایکل سور ځانمرګي بمبار شروع کړه چې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد یې د هسپتال په دروازه وچلول.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د حمله کوونکو یوې ډلې چې ځانمرګي برید کوونکي پکې هم شامل وو په کې کابل په سردار ممحمد داود خان پوځي روغتون حمله وکړه.

د افغانستان حکومتي خبري ادارې د عیني شاهدینو له قوله وویل د حملې په شا داعش خراسان ډله ده خو نور تفصیل یې وړاندې نه کړو.

د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري منلې ده.

د طالبانو یو چارواکي وویل د کابل په وزیر اکبر خان علاقه کې په حمله کې اول د هسپتال په دروازه چاودنه وشوه او

د طالبان یو ترجمان بلال کریمي وویل دویمه چاودنه د هسپتال دننه وشوه.

په ابتدایي رپورټونو کې وېل شوي وو چې د چاودنو ترڅنګ حمله کوونکو د هسپتال شا او خوا علاقه کې سختې ډزې هم کړي دي.

د حملې وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل اؤ مړي او زخمیان یې روغتونونو ته د رسولو کار پیل کړی دی.

په عین حال کې عیني شاهدینو وي او ای ته ویلي په جلال اباد ښار کې دوه کسان د نهې، سه شنبې، په ورځ تېزندي کړی شوي او دوه وروڼه په جدا پېښه کې وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه طالب چارواکي د مرګونو، خلکو د اعدام کېدلو او د هدفي وژنو د هغه لړۍ په اړه خبرې نه کوي چې په جلال اباد او په کونړ کې دا مهال دوام لري.

ځايي خلک وايي دا وژنې د داعش خراسان ډلې سره تړون لري چې طالبان یې هدف کوي. بلخوا، طالبانو دا رپورټونه رد کړي چې د پخواني حکومت غړي په داعش خراسان ډله کې شاملېږي.

طالبان وايي دا جعلي خبرونه او په فېسبوک د ځینېو اکاونټونو پروپګېنډه کېدلی شي. طالبان وايي داسې څه شواهد نشته او نه هم دا خبره امکان لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG