لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکتر ناکامورا جسد د ځانګړو مراسمو پرمهال جاپان ته انتقال شو


افغانستان کې د جاپان خیریې موسسې مشر ډاکتر ناکامورا مړی نن د خالي یا شنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو وروسته جاپان ته انتقال شو.

په دغه ځانګړو مراسمو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي ډاکتر ناکامورا د افغانستان او جاپان یو اتل افغان وو.

په کابل کې د حامدکزي هوايي ډګر څخه جاپان ته ډاکټر ناکامورا جسد د افغانستان په بیرغ پوښل شوي وو د لیږدولو مراسمو کې ولسمشر غني، ګڼو نورو افغان چارواکو او د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت یوشمیر قومي مشرانو ګډون وکړ.

ولسمشراشرف غني په دې مراسمو کې وویل ډاکټرناکامورا یو اتل افغان وو، د هغو د هڅو او کار له امله په سلګونه زره افغانان له وچکالۍ ژغورل شوي او د کنړ په سیند د سربندونو په جوړلو سره لمې ځمکې تر اوبو لاندې راغلي دي.

اشرف غني وویل:٫٫ نن ډیره د خواشینی ورځ ده، ډاکتر ناکامورا هغه ستر شخصیت وو چې خپل ژوند یې د افغانستان د محرومې طبقې د خلکو د ژوند د پیاوړتیا او د دې وطن د ابادولو لپاره وقف کړی وو او یوهمعقوله یې درلوده او ویل یې که د کنړ سیند اوبه خوندي کول غواړۍ لیونۍ مینه او لیونۍ اراده غواړي.٬٬

اشرف غني زیاته کړې ډاکتر ناکامورا افغاني الاصله افغان وو او له همدې امله د افغانستان خلکو او د جاپان هیواد ته تسلیت وايي.

ولسمشر په خبرو کې زیاته کړه ناکامورا د جاپان د ولس اتل و د ده مینه له انسان سره وه او قاتلین به یې جهنم ته ځي.

اشرف غني د جاپان خیریې موسسې د مشر د انتقال په مراسمو کې وویل د افغانستان اتل اردو، پولیس او امنیت به دده د قتل خاینان پیدا کوي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.

په حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر کې جوړ شویو مراسمو کې په افغانستان کې د جاپان هیواد سفیر او همداراز د ناکامورا میرمن او د هغه لور برخه اخیستې وه.

د پي ایم ایس په نوم د جاپاني موسسې مشر تتسو ناکامورا د تیرې چهارشنبې په ورځ له خپلو ۵ افغان همکارانو سره چې ۴ امنیتي سرتیري او یو یې موټر چلووونکی و ختیځ ننګرهار کې د نامعلومو کسانو لخوا په برید کې وژل شوي و.

افغان چارواکو ویلي ډاکتر ناکامورا په تیرو دریو لسیزیزو کې د افغانستان د بې وزله زرګونو کسانو درملنه کړې او په تیرو ۱۶ کلونو کې په ختیځ ننګرهاراو کنړ ولایتونو کې د ځمکو د خړوبولو لپاره لسګونه د اوبو سربندونه جوړ کړي او پر ځینو نورو یې کار روان و.

د ناکامورا وژنه په افغانستان کې په پراخه کچه وغندل شوه او ګڼو افغان ځوانانو او مدني فعالانو د هیواد په بیلابیلو بروخو کې د هغه د یاد په خاطر شمعې بلې کړي او له افغان حکومت نه وغوښتل شول چې هغه د وژنې عاملین پیدا او قانون پرې پلی کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG