لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار وايي افغانستان کې د حکومت کنټرول تر ټولو ټيټې کچې ته رسیدلی


د امریکا حکومت یوې څارونکې ډلې په خپل یو تازه رپور کې ویلي په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو اثر، او د کنټرول لاندې سیمه سیوا شوی ده.

د نهې یا سه شنبې په ورځ (سپیشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ري کنسټرکشن) یا سیګار نومې ادارې د رپورټ تر مخه د اګست میاشتې پورې د افغانستان په ۴۰۷ اولسوالیو کې ۵۶.۸سلنې د طالبانو په کنټرول کې دي. د دغه رپورټ ترمخه دا مهال د افغانستان اوو لکه خلک په هغه سیمو کې ژوند کوي چرته چې طالبان اثر لري.

په دغه رپور کې وړاندې شوو شمیرو تر مخه په کال ۲۰۱۵م کې پیل شوو اندازو وروستو د افغانستان حکومت د واک لاندې سیمو کې ۱۵ سلنه کمی راغلی.

د سېګار د تازه رپور تر مخه د افغانستان په ۱۲۲ اولسوالیو کې ۳۰ سلنه یا فیصده اولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وي او دغلته دا اندازې بدلیږي رابدلیږي.

رپور د امریکايي پوځ د اندازو په اساس وايي ٫٫ تراوسه دا نه ده ښکاره چې دغه اولسوالۍ په خطر کې دي، او یا افغان حکومت او طالبان په دغه برخو کې پوره کنټرول لري.٬٬

د امریکا د څار دغه ډله وايي دکال ۲۰۰۲م راهسې افغانستان ته د بیا ودانۍ لپاره ورکړی شوي ۱۲۱ بلینه ډالره امریکايي امداد کې ۶۰ فیصده د افغانستان په امنیتي عسکرو مصرف شوي.

په رپور کې ویل شوي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیر زیات شوی خو په مجموعي توګه د شوي زیان شمیره نه ده ښکاره شوې.په دغې اړه په رپور کې ویل شوي ٫٫ په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه وايي چې د افغان پوځ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په افغان حکومت پورې اړه لري او افغان حکومت غوښتي دغه معلومات دې پټ وساتل شي.٬٬

د سیګار دې تازه رپور ترمخه په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د مرګ ژوبلې شمیره هم سیوا شوې ده. رپور وايي د روان کال په لومړۍ اتو میاشتو کې ۱۰ امریکايي عسکر وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي. دغه شمیره د کال ۲۰۱۵ او کال ۲۰۱۶ په پرتله یو په دوه سیوا شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا پوځي کمانډارن هیله لري د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د اګست په میاشت کې دافغانستان په اړه تګلاره به طالبان کمزوري کړي.

د صدر ټرمپ د دغه پالېسۍ د اعلان وروستو امریکا د افغانستان په جګړه کې خپل رول سېوا کړی، او یواځې د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو او داعش پرضد يې ۷۵۱ بمونه غورځولي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG