د پاکستان یو شمیر مطبوعاتي رپورټونو او په ټولنیزو رسنیو د فعالینو لخوا دعوه شوې چې د کراچۍ پوهنتون د کمېسټرۍ څانګې مشر پروفېسر ډاکټر ریاض احمد د تیرې شپې راهسې بې درکه دی.
د ډاکټر ریاض د کورنۍ غړو د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته ویلي چې نوموړي تیره شپه په ټېلیفون د خپلې ښځې سره د خبرو اترو وروسته بې درکه دی او موباېل يې هم د هغې وروسته بند دی.
په ټولنیزو رسنیو بیا یو شمیر فعالینو د نوموړي بې درکه کیدل د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د بې درکه کولو سره تړي او وايي چې پخپله ډاکټر ریاض احمد هم د پي ټي اېم د غوښتنو پلوي وو.
د جعفر عباس رضوي په نامه یو ځوان په ټوېټر د ډاکټر ریاض د بې درکه کیدو غندنه کړې او وايي یو بل مدني فعاله بې درکه کړی شو.
پیژندلي خبریال او لیکوال محمد حنیف هم په خپل ټوېټر د ډاکټر ریاض احمد په بې درکه کیدو حیرانتیا ښودلې.
د کراچۍ پوهنتون ویاند منلي چې یونیورسټي د هغه د بې درکه کیدو نه خبر ده او هڅه کوي چې د هغه معلومات وکړي.
د پوهنتون د استاذانو اتحاديې د ډاکټر ریاض د بې درکه کیدو وروسته یوه بېړنۍ غونډه کې د نوموړي دغه حیرانونکې بې درکه کیدل غندلي.
د پوهنتون د استاذانو د غونډې وروسته خپرې شوې یوې اعلامېې کې ویل شوي ٫٫ یو استاد چې ټولنې او شاګردانو ته پوهه ورکوي داسې بې درکه کیدل په ټولنه ډیر بد اغیز غورځوي.٬٬
ډاکټر ریاض احمد تیر کال هم په کراچۍ ښار کې د رینجرز ځواکونو لخوا پورته کړی شوی وو او په هغه يې د تور لګولی وو چې ځان سره يې تمانچه ساتلې.