لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

صدر کرزی د شورو په ورځ اسلام اباد ته رسېږي

صدر کرزی د شورو په ورځ اسلام اباد ته رسېږي
صدر کرزی د شورو په ورځ اسلام اباد ته رسېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات وایي د سفر په وخت افغان صدر حامد کرزی به افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو او پاکستان سره د تجارت د موضوع ترڅنگ به نورو مهمو ټکو پاکستانی مشرانو سره ویني.
ښاغلې کرزی دا سفر افغانستان کې د پارلماني ټاکنو نه درې ورځې وړاندې کوي.
انتخابات به دسېټمبر په اتلسمه نېټه کېږي.
وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د خبرو په وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط ویلي دواړه هېوادونه غواړي چې د 2015م کال پورې د تجارت کچه 5و بلینو ډالرو ته اورسوی.
اقتصادي څېړونکي دپاکستان او افغانستان تر منځ د سوداگرۍ کچه دا وخت دواو بلینو ډالرو پورې ښایي. عبدالباسط زیاته کړه چې په تېرو دواو کالو کې د دواړو گاونډي هېوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې تودې دي او وایی په تعلقاتو کې مثبت بدلون راغلې دی.
افغان خبریال سمیع یوسفزی وایي که څه هم په حکومتی کچه کابل او د اسلام اباد د ښو تعلقاتو خبره کوي خو زیاتوي افغان استخباراتي ادارې او ځېنی حکومتی غړي دا گڼي چې په سیمه کې د روانې ترهگرۍ په شا د پاکستان لاس دی.
اسلام اباد تل دغه تورونه ردوي.

See all News Updates of the Day

پنجاب کې پولیسو هغه عیسایي نیولی چې په خسر یې د مذهب د سپکاوي دروغجن تور پورې کړی

عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پاکستان پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې پولیسو هغه عيسايي تن نيولی چې په خپل خسر یې د قرآن د سوځولو د دروغو تور پورې کړی وو.

پوليس وايي‌ پارس سليم مسيح نومې تن په خپل خسر آصف نديم چې يو عيسايي پادري دی، باندې د دروغو الزام لګولی وو چې ګنې هغه قران سوځولی او بيا يې د يو جعلي ټک ټاک اکاونټ نه په سوشل مېډيا د دروغو ويډيو کلپ هم خپور کړی وو.

د ښار د پوليسو مشر آیاز سليم اوېل، پوليس په وخت کاروايي وکړه او ړ ښار امن يې د خرابولو نه بچ کړو.

پوليس د تورن تن د خپل جرم د منلو د بيان ويډيو هم خپره کړې چې وايي، "ښځه مې د څو ورځو نه خفه د پلار کره تلې وه، ما په ټیک ټاک د خسر تصوير ولګاوه چې قرآن پاک يې سوځولی، زما ويډيو په دروغو جوړه ده،ما د خسر نه د بدل اخيستلو د پاره داسې کړي وو".

پوليسو د نيول شوي تن نه هغه موبايل هم اخيستی چې دغه جعلي ويډيو پرې جوړه شوې وه او پکې د ټیک ټاک جعلي اکاونټ هم دی.

د ګوجرانواله ښار په سليم کالونۍ کې خواو شا لس زره عيسايي وګړي مېشت دي دغلته د مسلمانانو کورنه هم دي خو چرې د دواړو مذهبونو د منونکو په مينځ کې اختلافات نه دي ليدل شوي.

ځايي خلک وايي پادري آصف نديم، په چا چې د قران د سوځولو د دروغو تور لګول شوی، په ځايي چرچ کې د څو کلونو رهسې پادري دی او خلک يې ډېر قدر کوي. او تر دې چې د مسلمانانو په دستورو کې هم بلل کېږي.

هغه خپله لور په سيالکوټ کې خپل وراره پارس مسيح له ورکړې وه، خو د دواړو کور سم نه و، او هر وخت به يې جنګونه کول، او څو هفتې وړاندې هغه د پلار کره خفه راغله، خاوند يې د پخلا کولو ډېرې وسې وکړي‌خو هغه رضا نه شوه.

د ښار د پوليسو مشر آیاز سليم واېس آف امريکه ته ويلي، پارس سليم د خپلې ښځې د خفګان زورنه د هغې خاندان له ورکوله نو ځکه يې د هغې په پلار د قران د سوځولو د تور بوګنونکې منصوبه جوړه کړه.

د دغې پېښې وروسته د عيسايي مذهب يو شمېر کورنيو د ممکنه جګړو له ويرې د دغې ځاېې نه کډې هم کړي دي.

په پاکستان کې وختا په وخت د مذهب د سپکاوي د قانو بې ځايه استعمال کېږي، چې پرې نړيواله ټولنه هم اکثر نيوکې کوي.

اته مياشتې وړاندې په کال ۲۰۲۳ کې هم د پنجاب په جړانواله ښار کې د پېغمبر اسلام د سپکاوي په تور قهريدلي مسلمانانو د عيسايانو ۱۹ چرجونه سوځولي‌ وو او د هغوي ۸۶ کورونو ته يې هم اورونه اچولي وو.

تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د پنجاب په نانکانه ضلع کې قهريدلي مظاهرچيانو د پوليس د لاسو نه يو سړی چې د مذهب په سپکاوي تورن و، راخلاص کړو او هم هلته يې اوژلو،

په کال ۲۰۲۲م کې په خانېوال کې يو سړی د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی وو.

هم دغسې په کال ۲۰۲۱م کې په سيالکوټ کې د سري لنکا وګړی پريانتها کمارا چې د فېکټرۍ منېجر و، قهريدلي مظاهرهچيانو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی و او بيا يې د هغه مړی سوځولی وو.

په ۲۰۱۵ مې هم په دوه چرچونو د حملو په تور کې نيول شوي‌ دوه کسان ژوندي سوځول شوي وو.

په کال ۲۰۱۴م کې د پنجاب په کوټ رادها کشن سيمه کې د مذهب د سپکاوي په تور دوه عيسايي وګړي شمع او د هغې خاوند شهزاد د خښتو په بټۍ کې ژوندي سوځول شوي وو.

د کال ۱۹۸۷م نه تر ۲۰۲۱م پورې په پاکستان کې په ۱۸۵۵ کسانو د مذهب د سپکاوي جرم لګېدلی، که څه هم عدالت لا تراوسه په دغه جرم کې يو مجرم هم نه دی پهانسي کړی خو د عدالت نه بهر قهريدلي مظاهرچيانو په دغه تور تراوسه ۸۹ کسان وژلي دي.

په دغو وژل شویو کسانو کې مشهور سياسي مشران لکه د پنجاب ګورنر سلمان تاثير، د اقليتونو د چارو وزیر شهباز بټي او د هايي‌کورټ جج عارق اقبال بټي شامل دي.

د مذهب د آزادۍ نړيوال امريکايي کمېشن ترمخه د کال ۲۰۲۱ پورې په پاکستان کې ۸۰ کسان د مذهب د سپکاوي په جرم سزا شوي چې د نيمايي نه زيات پکې د عمري قېد يا د مرګ په سزا بندي دي.

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو نه بختور شاه پښتو کړی دی.

په کوټه کې د روغتیا کارکوونکو د سرکاري روغتونونو د شخصي کېدو په ضد احتجاج کړی

په بلوچستان کې د ډاکټرانو تنظیم د صوبې د سرکاري روغتونو د شخصي کولو د اعلان په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده او وايي چې له دې څخه به په صوبه کې د غریبو خلکو علاج ډېر اغېزمن او نور هم ګران شي.

صوبایي حکومت ويلي که چېرې په سرکاري هسپتالونو کې ډاکټران په رسمي وخت کې د ناروغانو علاج ونه کړي مجبوره دی چې ټول سرکاري هسپتالونه شخصي یا پرایوېټ کړي.

د بلوچستان هیلت ګرېنډ الاینس دغه احتجاجي مظاهره د کوټې د مطبوعاتو کلب مخې ته وکړه، چې د روغتيا د څانګې ټولو صوبایي تنظيمونو پکې ګډون درلود، دوى د حکومت دغه پلان رد کړ چې ګواکې د بلوچستان سرکاري هسپتالونه به شخصي کړي.

په احتجاج کې شریکه ډاکټر رشيده سمالانۍ وایي د روغتونو د شخصي کولو چې کومه پرېکړه شوې ده، وایي دا په غريبو خلکو باندې ډېر "لوی ظلم" دى:

"که اوس د دې مخنیوى ونه شي، غريب چې سرکاري هسپتالو ته د علاج لپاره راځي، بیا به په خپلو کورونو کې ساه ورکوي، د پوښتنې څوک به یې نه وي، چې کوم هسپتال شخصي شي، بیا به د پینځو روپیو پرچۍ له پینځه سوه تر زر روپۍ ورسېږي، لږ دوا چې ورکول کېده دا به نه وي، دوی به د خپلې خوښې کارمندان راولي، دا د خلکو قتل دى".

د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي د کوټې سرکاري روغتونونو د دورې پر مهال ويلي، حکومت هر کال د روغتيا پر څانګه شاوخوا 80 ارب روپۍ ګاروي (لګوي) خو وایي په سرکاري روغتونونو کې د خلکو علاج نه کېږي.

سرفراز بګټی وایي د صوبې له څلور زره ډاکټرانو څخه 25 سوه په کوټه کې دي، د صوبې لرې پرتو سيمو ته د تګ لپاره څوک تيار نه دي. دغه ډاکټران په کوټه کې له سرکاري هسپتالونو سره سره په خپلو شخصي کلینیکونو کې کار کوي.

وزیراعلی بګټي وویل، "موږ د شخصي او سرکاري شراکت په لوري ځو، لکه څنګه چې په سيند کې شوي دي".

سرفراز بګټی وایي سرکاري هسپتالونو پوځي فاونډېشن ته سپاري او په دې لړ کې یې له جنرال عاصم منیر سره هم په پینډۍ کې لیدلي دي، وایي "دوى وعده کړې ده، تر له مخه پوځ په دالبندین، اواران او ډيره بګټي کې د سویي روغتون چلوي او زدکړې هم ورکوي، موږ خپل سرکاري روغتونونه د شخصي شراکت په لوري ځو".

د روغتيا ماهرين وايي په بلوچستان کې د روغتیا په څانګه کې يو شمېر خنډونه موجود دي. مخکینی نګران صوبایي وزیر ډاکټر امير محمد جوګېزی وایي د سرکاري هسپتالو د شخصي کولو په حق کې نه دی:

"ټول مېډيکل کالجونه به زموږ له لاسه ووزي، په هسپتالو کې د کار نه کولو ذمه واره نام نهاد تنظيمونه دي، د روغتيا څانګه د مافیا مرسته کوي، تر څو چې د ټولو تبادلې ونه شي حالت نه سمېږي، چيک اېنډ بېلنس نه شته، له کوټې پرته په ټول بلوچستان کې لېبر روم نه دى فعال، البته لیبارټرۍ دې شخصي شي".

د کوټې سرکاري هسپتالونو ته راغلي خلك وايي ناروغان په سرکاري روغتونونو کې داخل کړي علاج یې کیږي خو وایي د دوایانو په ګډون د عملیاتو او نور ضروري شیان ټول د بازار له مېډیکل سټورونو راوړي.

محمد يوسف د ږوب اوسېدونکی وایي "ناروغه مې راوړى دى داخل دى خو ډکټران پر وخت نه راځي ".

حکومت وايي د صوبې په لرې پرتو سیمو کې له 30 څخه تر 32 فیصده پورې کسانو لپاره د روغتيا اسانتیا نه شته ځکه نو زيات شمېر خلك د علاج لپاره کراچۍ، اسلام اباد او پنجاب ته ځي او چې کوم څوک وس نه لري هغه د کوټې سرکاري هسپتالو ته راځي.

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د اقلیتونو د نجونو په جبري مذهب بدلولو او ودولو اندېښنه ښکاره کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په دې ناهیلي ښکاره کړې چې وایي په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ښځې او نجونې خوندي‌ نه دي او د مذهب له جبري بدلون او جبري ودونو سره مخامخ دي. پاکستان له دغو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی.

دغو کارپوهانو د اپرېل پر 11مه له جنېوا څخه په یوه بیان کې ویلي چې د عیسايي او هندو مذهب نجونې په ځانګړې توګه په زور د مذهب بدلولو، تېښتې، قاچاک، د ماشومتوب، وختي او جبري ودونو، کورنۍ غلامۍ او جنسي تشدد ښکار کیږي:

"د مذهبي لږکیو ځوانې ښځې او نجونې له دا ډول ناوړه بشري سرغړونو سره مخامخ کېدل او د داسې جرمونو معافیت نور نه شي زغمل کېدای او نه د دې څه جواز وړاندې کېدای شي".

د ملګرو ملتونو په دغو کارپوهانو کې د غلامۍ د اوسنیو بڼو، سببونو او نتیجو په برخه کې ځانګړی رپورټر تومویا اوبوکاټا، د انساني خصوصاً د ښځو او ماشومانو د قاچاک د څانګې ځانګړې رپورټره سیوبهان مولالي، د اقلیتونو د څانګې ځانګړی رپورټر نیکولاس لېوراټ او د مذهبي او عقیدوي ازادۍ د برخې ځانګړې رپورټره نازیله غانیا شامله ده.

دغو ماهرینو په خپل ګډ بیان کې پر دې هم اندېښنه ښکاره کړې چې په پاکستان کې عدالتونو هم د مذهبي اقلیتونو د نجونو جبري ودونو او په زوره د مذهب بدلولو د پېښو قانوني تایید کړی دی:

"اکثره د مذهبي قانون د وړاندې کولو په جواز ښکار شوې [نجونې] خپل مور و پلار ته د سپارلو پر ځای له تښتوونکو سره ساتل کیږي".

په بیان کې راغلي چې په داسې پېښو کې لاس لرونکي کسان اکثر د قانون له منګولو او احتساب څخه بچ شي ځکه چې وایي داسې پېښو ته 'د مینې ودونه' ووایي او له پامه یې وغورځوي.

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهان وایي د ماشومتوب، وختي او جبري ودونو ته په مذهبي او کلتوري بنیاد جواز نه شي جوړېدای.

دوی ټینګار کړی چې د اغېزمنې نجلۍ عمر تر اتلس کلنۍ کم وي، له نړیوال قانون سره سم دا خبره غیرضروري ده چې ګواکې دوی په خپله خوښه او رضامندۍ واده کړی دی.

د پاکستان «د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي قانون» له مخې په دې هېواد کې د واده قانوني عمر د نجونو لپاره شپاړس کاله او د هلکانو لپاره اتلس کاله دی، خو د ماشومانو د حقونو فعالان وایي اوس هم پر دې قانون عمل نه کیږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د یوې ښځې دا حق چې د ژوند ملګری یا خاوند انتخاب کړي او په ازادۍ سره واده وکړي د یو انسان په توګه د هغې د ژوند، عزت او برابرۍ مرکزي برخه ده او باید د قانون له مخې خوندي وساتل شي.

په بیان کې راغلي "دوی ټینګار وکړ چې د اغېزمنو ښځو او نجونو اندېښنو ته په پام دې د جبري ودونو د منسوخولو، باطلولو او ختمولو لپاره قوانین عملي کړل شي چې له هغوی سره د انصاف، سمون، تحفظ او کافي مرستې ډاډ تر لاسه شي".

دغو کارپوهانو په خپل بیان کې د مذهبي بدلون د ځینو پېښو ذکر هم کړی دی، چې په هغوی کې یوه پېغله مشل رشید ده چې په 2022م کال کې سکول ته د تیارۍ په وخت له کوره تښتول شوې، جنسي تېری پرې شوی، جبري مسلمانه کړی شوی او له تښتوونکي سره واده ته مجبوره کړی شوې وه.

دوی د یوې بلې پېښې ذکر هم کړی او وایي د روان 2024م د مارچ پر 13مه دیارلس کلنه عیسایي نجلۍ ممکنه تښتول شوې، په جبر مسلمانه کړی شوې او له تښتوونکي سره واده ته مجبوره کړای شوې وه خو وایي په نکاحنامه کې یې عمر اتلس کاله ښوول شوی وو.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستاني چارواکي غوښتي باید قوانین په سختۍ سره عملي کړي او د دې خبرې ډاډ ورکړي چې ودونه به یواځې د ښځو د ازادۍ د حق له مخې د هغوی په خپله خوښه کیږي او د نجونو په ګډون به د واده عمر لږ تر لږه 18 کاله وي.

دوی پر پاکستان ږغ کړی چې په داسې پېښو کې لاس لرونکو سره قانوني چلند وکړي، د اقلیتي نجونو د تښتونې او قاچاق، د ماشومتوب، ژر او جبري ودونو د مخنیوي قانون عملي کړي او د نړیوالو بشري حقونو ذمه وارۍ پوره کړي.

د موسمیاتو محکمې پښتونخوا او بلوچستان کې د زورورو بارانونو امکان څرګند کړی

پاکستان کې د موسمياتو محکمې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او ملک په نورو برخو کې د ‏‎15‎م اپرېل پورې د زورورو بارانونو له امله په برنو غرييزو ‏علاقو کې د غرونو ښوېدو او سېلابونو راتلو امکان څرګند کړی دی.‏

د موسمياتو محکمې د لسم اپرېل نه د ملک په برنو علاقو کې د لويديځو هواګانو داخلېدو او بيا د ‏‎12‎م اپرېل (نن د جمعې) د ورځې نه د لويديځو هواګانو ‏د بلې لړۍ داخلېدو ويلي چې تر ‏‎15‎م اپرېل پورې به وي.‏

د موسمياتو محکمې د ‏‎15‎م اپرېل پورې د خېبرپښتونخوا په چترال، دير، سوات، اېبټ اباد، مانسهره، هري پور، کوهستان، شانګله، بونير، ملاکنډ، ‏وزيرستان، کوهاټ، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعيل خان، باجوړ، مومند، کرک، خېبر، پېښور، چارسده، نوښار، صوابۍ، مردان او کورمه کې چې د زول ‏تېزې سيلۍ، په دمې دمې سره د باران او دنګو غرونو باندې د واورې امکان څرګند کړی دی.‏

ويل شوي، د ‏‎13‎م نه تر ‏‎15‎م اپرېل پورې په ځینو ځايونو کې زورور باران او ږلۍ هم امکان لري.‏

خېبرپښتونخوا کې د مارچ د میاشتې په وروستيو درېو ورځو کې د زورورو بارانونو او ږلۍ له امله پېښو کې لږ تر لږه ‏‎10‎‏ کسان مړه او ‏‎12‎‏ ژوبل شوي وو، ‏په مړو کې اته ماشومان او دوه ښځې وې.‏

د موسمياتو د محکمې ترمخه، د ‏‎12‎م نه تر ‏‎14‎م اپرېل پورې د بلوچستان په ژوب، شېراني، بارکهان، موساخېل، لورالايي، زيارت، کوټه، چمن، پشين، ‏قلعه عبدالله، قلعه سېف الله، قلات، خضدار، چاغي، پنجګور او ګوادر پورې د زورورو بارانونو امکان دی.‏

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله د خېبرپښتونخوا په برنو علاقو او دریای کابل کې د سېلابي حالاتو جوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او غرييزو برنو ‏علاقو کې یې د غرونو ښوېدو هم ويلي دي.‏

فصلونو او کمزورو ودانیو ته د تاوان اوښتو او سېلګرو ته د ‏‎13‎م نه تر ‏‎15‎‏ پورې د غېر ضروري سفر څخه د ډډې کولو ويل شوي دي.‏

خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې خلکو ته د احتياط کولو او اړونده ادارو ته د چمتووالي لارښوونه کړې ده.‏

د موسمياتو محکمې په اسلام اباد د پنجاب او سيند صوبې په زياترو برخو کې هم د ‏‎15‎م اپرېل پورې د بارانونو امکان څرګند کړی دی.‏

نوښار، چارسده او کوهاټ کې په بېلابيلو پېښو کې ګڼ کسان ډوب شوي، ځينې یې تراوسه ورک دي

د وړوکي اختر په دويمه ورځ د خېبرپښتونخوا په نوښار، چارسده او کوهاټ کې په بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه‎ ‎‏ ‏‎18‎‏ کسان ډوب شوي دي. د ژغورنې ادارې ‏‏(رېسکيو ‏‎1122‎‏) ترمخه اته کسان ژوندي ژغورل شوي دي.‏

د ژغورنې ادارې وي او اې ډيوه ته ویلي، په نوښار کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې اووه کسان ډوب شوي، شپږ ژوندي ژغورل شوي او يوه ماشومه ورکه ده.‏

د چارسدې په خيالي درياب کې شپږ کسان ډوب شوي، درې ژغورل شوي او درې تراوسه لاپته دي.‏

په کوهاټ کې په ډېم کې لمبېدونکي دوه کسان ډوب شوي او دواړه ژوندي ژغورل شوي وو. ‏

د ادارې ترمخه په دغو ټولو پېښو کې څوک مړه شوي نه دي، بلکې ورک دي.‏

شپږ ساعته وړاندې د شپې په خواشا دولس نيمې بجې د خېبرپښتونخوا حکومت د اطلاعاتو څانګې په فېس بک پوسټ کې ويلي، د نوښار په کُنډ پارک ‏کې د کشتۍ په پېښه کې لس کسان ډوب شوي او درې کسان پکې ژغورل شوي دي.‏

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشر بېرسټر سېف په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي د کُنډ پارک د پېښې د لټون عملياتو کې د ‏رېسکيو 1122 د نوښار، مردان او صوابۍ ټيمونه برخه اخلي.‏

د سېف په خبره، خېبرپښتونخوا کې د کشتي رانۍ دپاره د خونديتوب اصول موجود دي، کشتۍ چلوونکي دې د سېلګرو حفاظت يقيني کړي.‏

خېبرپښتونخوا کې دغه پېښې د وړوکي اختر په دويمه ورځ په داسې وخت کې شوي چې خلک د سېل دپاره د دريابونو غاړو او ډېمونو ته ځي په کشتو کې ‏سېلونه کوي او لامبي.‏

په چارسده او نوښار کې په خيالي، سر درياب او کابل درياب کې د سېلګرۍ ځايونه جوړ دي چرته چې خلک په کشتو کې سېل کوي او داسې هم لمبيږي.‏

ځايي خلک وايي په کشتو کې د حسابه زيات خلک کښېنول کيږي او د ژغورنې دپاره کوم انتظام نه وي که پېښه کيږي نورې کشتۍ يې مرستې ته ځي او د ژغورنې ادارې بيا امدادي کارونه ‏ترسره کوي.‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG