لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزى وايي امريکا ترې افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي

دافغانستان صدر حامد کرزى وايي امريکا ترې دامنيتي تړون په اساس په افغانستان کې نهه پوځي اډې غوښتي دي خو افغانستان چې دخپل تاريخ ديو حساس پړاؤ څخه تيريږي ډير په پام اوهوښيارتيا سره هرگام اخلي.
د زيارت په ورځ دکابل يونيورسټۍ داتيائمي کليزې په مناسب په دغه يونيورسټۍ کې جوړې شوې غونډې ته پخپله وينا کې افغان صدر وويل امريکا دغه پوځي اډې دافغانستان څخه په قندهار،هلمند،هرات،گرديز،جلال اباد،کابل،بگرام اؤ مزارشريف کې غوښتي دي.
دهغه ويناوه امريکا ددغو اډو په ترلاسه کولو خپلې گټې لري خو افغانستان دخپلو گټو خوندي کولو په فکر کې دى ځکه مونږ ددغه پوځي اډو په بدل کې امريکا څخه پخپل هيواد کې سوله،امن،اقتصادي اؤ دخپلو ځواکونو پياوړتيا غوښتې ده.
افغان صدر وويل په دې کې شک نشته چې دافغانستان اولس ډير مضبوط اؤ قوي دى خو زمونږ دهيواد حکومت اؤ حکومتي ادارې کمزورې دي اؤ داچې پخپلو پښو ودروؤ نو دې دپاره دنړيوالې ټولنې مرستو ته ضرورت ليدل کيږي.
ښاغلي کرزي وويل د کال 2014م څخه وروستو په افغانستان کې دامريکا پاتې کيدل دافغانستان په گټه دي خو عالمي ورورولۍ ته پکار دي چې دافغانستان معاشي نظام تقويه اؤ زمونږ ځواکونه تکړه اؤ مضبوط کړي .
افغان صدر وويل کۀ هرکله امريکا زمونږ دغه غوښتنو ته غاړه کښيږدي نو افغانستان تيار دى چې امنيتي تړون باندې ورسره لاسليک وکړي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG