لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى به نن سپينه ماڼۍ کې صدر اوباما سره ليدنه کوي


صدر حامد کرزي واشنگټن کې دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير ليون پنيټا سره ليدنه کړې
صدر حامد کرزي واشنگټن کې دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير ليون پنيټا سره ليدنه کړې
دامريکا صدر براک اوباما به د خپل افغان سيال حامد کرزي سره سپينه ماڼۍ کې نن دافغانستان دراتلونکي په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کوي.
دزيارت په ورځ صدر حامد کرزي واشنگټن کې دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير ليون پنيټا سره ليدنه کړې وه.
پينټاگون کې صدر حامد کرزي سره دخبروپه مهال دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وويل افغانستان او امريکا ددې خبرې باوري کولو لپاره چې افغانستان يو ځل بيا دترهه گرۍ محفوظه ځاله جوړه نۀ شي يوه اوږده لاره وهلې ده.
پنيټا وويل دطالبانو په ضد دامريکا په مشرۍ دلس کلنې جگړې سره دافغانستان لپاره پخپلو پښو اودريدو ته لاره هواره شوې ده.
صدر حامد کرزي په دغه مهال دڅو کلونو راهسې دامريکا او دافغانستان دنورو ائتلافيانو لخوا دملاتړ ستائينه وکړه.
پنيټا وويل ديوې اوږدې او سختې ماضي وروستو زۀ فکر کووم چې مونږ ديو داسې خپلواکه افغانستان دجوړولو چې کوم پخپله حکومت کولى او خپل مستقبل خوندي کولى شي په اخري باب کې يو.
امريکا او دنيټو ائتلافيانو دوړاندې څخه دکال 2014م تر اخره افغانستان څخه دټولو جنگي پوځيانو په ويستو اتفاق کړى دى خو ددغه نيټې وروستو په افغانستان کې دامريکا په تربيتي او امنيتي کردار يو شمير پوښتنې ځواب غواړي.
دموجوده پلان ترمخه امريکا به دکال 2014م تراخره افغانستان څخه خپل ټول 68,000 عسکر وباسي.
دغه پلان په ځينو حالاتو پسې مشروط دى او هغه دا چې ايا تر هاغه وخته به افغان پوځ پخپلو لاسو کې په مکمله توگه دامنيتي ذمه وارو داخستو جوگه وي؟ او دا هم نۀ ده په ډاگه چې که چرې ددغه ټاکل شوې نيټې وروستو په افغانستان کې کوم امريکائي پوځيان پاتې کيږي نو دهغوي کردار به څه وي؟
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG