د کشمیر خبریالا ثنا ارشاد مټو چې د دریو نورو خبریالانو سره ورته په شریکه د سږ کال د امریکې د صحافت انعام پولېټزر پرایز ورکړی شوی دی، وايي هندي چارواکو ورته امریکې ته د تګ اجازت نه دی ورکړی.
پولېټزر پرایز ګټونکو ته د امریکې په نیویارک ښار کې د زیارت، پنجشنبې، په یوه دستوره کې انعامونه ورکول کېږي.
ثنا ارشا مټو فوټوجرنلسټ یا د تصویرانو خبریالا ده، ورته د دریو نورو هندي خبریالانو ترڅنګ په هندوستان کې د کرونا وبا په خبرنګارۍ پولېتزر پرایز ورکړی شوی دی.
هغې وویل هندي چارواکو هغه د ګل، دوشنبې، په ورځ د نوي دلي په هوايي اډه نیویارک ته د پرواز اخیستلو نه ودروله.
هغې په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د دې باوجود چې د امریکې ویزه او ټېکټ يې لرلو ورته ملک نه د بهر تګ اجازت ورنه کړی شو.
د وي او ای رپورټ وايي هندي چارواکو دا وضاحت نه دی کړی چې د مټو په بهر سفر ولې پابندي لګول شوې ده؟
مټو د روېټرز خبري ادارې دپاره کار کوي او د روېټرز ترجمان په هغې د سفر په پابندۍ مایوسي څرګنده کړه او ویې ویل خبریالان باید په ازاده د سفر اجازت ولري.
د نیویارک په دستوره کې د هغې د غیر موجودګۍ باوجود به مټو د پولېټزر پرایز کې برخه ورکول کېږي. په دغه انعام کې د افغان خبریال دانش صدیقي برخه هم ده چې د کال 2021 د جولای په میاشت کې په افغانستان کې وژل شوی دی.
د پولېټرز پرایز یوې چارواکې مارجري مېلر وي او ای ته وویل د هندي حکومت د فېصلې په نتیجه کې د مټو غیر موجودګي به په پام کې نیول کېږي.
خبریالانو او د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیمونو په مټو د هندي حکومت د بندیز غندنه کړې ده.
خبریالانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د اېشیا د چارو مسول بی لي یی د اکتوبر په 18 نېټه په یو بیان کې وویل هندوستان دې د هغو خبریالانو ویرول او زورول بند کړي چې د کشمیر په صورتحال خبرنګاري کوي.
هم په دغه ورځ د انساني حقونو ډلې اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل بیان کې وویل د ازادو او تنقیدي اوازونو د خاموشه کولو دپاره د هندوستان حکومت د سفري بندیزونو اله کاروي. د جولای په میاشت کې هندوستان د کشمیر بل خبریال اکاش حسن سري لنکا ته د تګ نه منع کړی و. هندي حکومت ویلي وو هغه چارواکو ته د خپل تګ په اړه د وړاندې نه معلومات نه وو ورکړي.
د وي او ای رپورټ وايي په کال 2019 کې د کشمېر خپلواکه حېثت د ختمولو وروسته هندي حکومت په کشمیر د مخالفت چقولو دپاره سخت اقدامات کړي دي.
هندي چارواکي وايي د دغو ګامونو مقصد د ترهګرۍ او بغاوت مخه نیول دي خو د انساني حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان د هند دغه تګلاره زورونکي او متعصبه بلي.
ورلډ پرېس فریډم انډېکس د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ د ملکونو درجه بندي کوي. د تنظیم د 180 ملکونو په فهرست کې د هندوستان درجه د 142 نه 150 تللې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي