لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په خه امنیت د قازقستان ستاېنه کړی


US Secretary of State John Kerry in Kazakhstan Nov 2, 2015
US Secretary of State John Kerry in Kazakhstan Nov 2, 2015

د امریکا د خارجه چارو سیکتر جان کېري د قازقستان صدر نورسلطان نزبایوف سره د ګل په ورځ د لیدو کتو په وخت د دغه هیواد لخوا د داعش تندروه ګوند وسله والو پرضد جګړه او د نیوکلیاېي وسلو نه خورولو په مرستو ستاېنه کړیده.

د امریکا خارجه سیکتر دا وخت د منځني اشیا پینځه هیوادونو په څلور ورځني سفردی.د قزاقستان په سرښار استانه کې د دمې په وخت ښاغلي کیري د دغه هیواد صدر او نورو مشرانو سره ملاقاتونه کړي. د منځني اشیا دغه پینځه هیوادونو د سفر مقصد اقتصادي، امنیتي او د تواناېئ په لړ کې دغه ملکونو سره مرستې سواکول دي.

دغه سفر پداسې وخت ترسره کیږي چې یو کال وړاندې روس د یوکراېن کرايمیا جزیره په زور د ځان سره شامله کړی او په نژدیو اونیو کې ېې په شام کې د صدر بشرالاسد په مرسته کې د هغه پرضد جنګیدونکي ډلو خلاف هواېي بریدونه هم شورو کړي.

د قزاقستان دصدر سره د ملاقات په وخت جان کېري وېلي امریکاېي صدر بارک اوباما د هغه (نورسلطان نزبایوف) د مشرئ ستاېنه کوي چې په خپل هیواد کې ېي د تندروه تشدد مخه نیولې او په افغانستان کې ېي د تندروئ او داعش ډلی پرضد د افغانستان سره مرسته کړي. جان کېري وېلي امریکا او قازقستان یو شمیر ګډ امنیتي مفادات لري.

پدغه محال د قازقستان صدر نزبایوف اوېیل د امریکا لخوا په پرله پسې د قازقستان اقتصادي ثبات او د خپلواکئ خیال ساتلو د دوي مننه کوي. ښاغلې کېري د قازقستان په خپل سفر کې د دغه هیواد خارجه وزیر سره هم لیده کاته کړیدي.

امریکاېي چارواکي ګنړي دښاغلي کېري د منځني اشیا د دغه هیوادونو سفر پداسې وخت کوي چې خپله د امریکا او روس اړېکې تاوجنې دي. په خپل سفر کې پدغه هیوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په سر په خبرو اترو نه کولو باندی په جان کېري نېوکې هم شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG