لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستاني میډیا وايي د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي سره د ګڼو ملګرو نیول شوی
تازه خبر

پاکستاني میډیا وايي د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي سره د ګڼو ملګرو نیول شوی


پاکستاني ميډيا وايي د تندروه ډلې تحريک لبيک پاکستان مشر خادم حسين رضوي يې سره د يو شمير نورو غړو نيولی او بندي کړی.

د خادم حسين رضوي ځوي سعد ٧٫٫ نيوز٬٬ته ويلي، پلار يې په لاهور کې د خپلې هجرې نه نيول شوی.

د پنجاب پوليسو چارواکو ميډيا ته منلي د تحريک لبيک د غړو پرضد يې پراخه عمليات پيل کړي. خو د پنجاب د اطلاعاتو او د قانون وزيرانو ميډيا ته بیا ويلي، د داسې کومو عملياتو نه دي خبر.

تحریک لبیک پاکستان د اتوار یا شنبې په ورځ په ګرد هیواد کې یو ځل بیا د احتجاجونو غږ کړی وو.

پوليس وايي د خادم حسين رضوي نژدې ملگری او د تحريک بل مهم غړی پير افضل شاه قادري هم نيولی شوی. افضل قادري په خپله يوه وينا کې د پاکستان سپريم کورټ مشر قاضي ثافب نثار د وژلو، د پوځ د سر لښکر جنرل قمر باجوه خلاف په پوځ کې د بغاوت کولو فتوا ورکړې وه.

نوموړي هم دغه رنگ وزير اعظم عمران ته د يهودي د بچي نسبت کړی و.

د ځينې خبرونو تر مخه د تحريک يو شمېر غړي په سر ښار اسلام اباد کې هم نيول شوي دي.

د میډیایي رپورټونو تر مخه د تحریک په درځنونو نور خلک يې په راولپنډۍ او د پنجاب په يو شمېر نورو ښارونو کې نيولي دي.

د حکومت او د تحريک لبيک تر منځ شخړه د عيسوي مذهب سره تعلق لرونکې اسيه بي بي په سر راپورته شوې چې د ملک تر ټولو لوی عدالت د مذهب د سپکاوي د تورونو نه پاکه گرځولې ده خو دغه مذهبي ډلې وايي اسيه بي بي ته دې تېزندي ورکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG