لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد: طالبان دې په روژه کې اوربند وکړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد له طالبانود روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد نن د یکشنبې یا اتور په ورځ د روژې په مناسبت پیغام کې په خپل یو ټویټ کې لیکلي طالبان باید د کرونا وایرس له امله رامنځته شوي روغتیايي کړکیچ ترپای ته رسیدو پورې د روژې په دې میاشت کې خپل تهاجمي بریدونه او عملیات په افغانستان کې ودروي.

نوموړی وايي که د بندیانو ازادولو پروسه چټکه شي د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي په ګډون د سولې بهیرله پرمختګ سره مرسته کولی شي. زلمی خلیلزاد له طالبانو او افغان حکومت وغوښتل چې د بندیانو د خوشي کیدو په حالت کې چټکتیا راولي.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په خپل یو بل ټویټ کې لیکلي ، روژه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لپاره هم یو فرصت دی چې د افغانستان ګټو ته تر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.

دافغان سولې لپاره دامریکا له دې ځانګړي استازي څخه وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني،ناټو،امریکا اود اسلامي هیوادونو دهمکاریوسازمان له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

طالبانونن د یکشنبې په ورځ د اوربند د ټینګښت غوښتنه یوځل بیا رد کړې او په یوې اعلامیه کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقې په په عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وايي لند مهاله اوربند او د جګړو کمول دسولې پروسې سره مرسته نه شي کوالی. نوموړي وايي که د بندیانو ازادولو لپاره دمکانیزمونو د جوړلو حالت کې بندلون رامنځته نه شي اوبندیان بغیر قید اوشرط څخه خلاص نه شي د ده په باورد افغانستان جګړې او نامنی نه شي دریدلی.

دسولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي د افغانستان د سولې برخلیک د پرمختګ لپاره دامریکا متحدو ایالتونو اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقې عملي کیدل اړین دی.

له ډيوې سره په خبرو کې ناجیه انوري وايي د امریکا اوطالبانو ترمنځ دهوکړه لیک له مواردو څخه یوهم اوربند او دملکي وګړود ژوند ژغورل دي.

نوموړې وویل:((د ملکي وګړو دژوند ژغورلولپاره بشردوستانه اوربند نه یوازې دافغان دولت وړاندیز دی بلکې دټولو افغانانانو نړیوالوسازمانونولکه د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ناټو اود امریکا غوښتنه ده.))

طالبانو په داسې حال په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې د اوربند اود تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه رد کړې ده چې تیره ورځ افغانستان دملي امنیت شورا ویلي که طالبان دسولې رامنځته شوی چانس د لاسه ورکړي ملامتي به یې دهمدې ډلې پرغاړه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG