لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:دپاکستاني جیټ الوتکو بمبارۍ کې 40 نه د زیاتو کسانو د وژنې دعوې شوي


سرچینې وایي تیره ورځ شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځ دوه ورځې وړاندې دشوي خونړي برید نه وروسته دشمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په یو شمیر سیمو کې پاکستان پوځ جیټ الوتکو بمبار کړې دې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځایي خلک وایي دغه بمبارۍ دافغانستان د خوست ولایت دسپیرې ولسوالۍ په اوړه، پڅه میلا، میر څپر او کوړای سیمو کې شوي او د جیټ الوتکو نه په افغانستان کې د شمالي وزیرستان دمیشت کډوالو کورونه په نخښه کړې شوی دي .

د پاکستان حکومت یا پوځ په دې اړوند څه نه دي ویلي خو وي او ای ډیوه ته دافغانستان څخه معتبرو سرچینو ویلي چې دافغان طالبانو حکومت په دې بمباریو پاکستان ته سخت احتجاج کړی اؤ د کابل کې دپاکستان سفیر یې خارجه دفتر ته رابللی دی.

دخوست نه یوې باوري سرچینې وي او ای ډیوه ته دنوم نه ښودلو په شرط ددې بمبارۍ پخلی کړی اؤ ویلي یې دي دپاکستاني پوځ بمبارۍ کې ۴۱ کسان وژل شوي اؤ ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

سرچینه وایي په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې زیاتره ښځې اؤ ماشومانو شامل دي.

دسرچینې په وینا بمباري د وزیر قبیلې په خلکو شوې اؤ دې کې ځینې هغه کورنۍ په نخښه کړل شوي چې دضرب عضب عملیاتو له امله خوست ته په ګډه شوي وؤ خو سرچینه بیا وایي چې د خوست خپل د وزیرو قبیلې خلک هم دې بمباریو کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

دخالي په ورځ په ټولنیزو رسنیو داسې ګڼې ویډيوګانې مخې ته راغلي چې پکې وژل شوي اؤ ژوبل کسان لیدل کیږي اؤ دعوه کیږي چې دا کسان د افغانستان خاوره کې دپاکستاني الوتکو په بمباریو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پېښور کې میشت دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکي یو طالبعلم دخپل نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډیوه ته دپاکستاني الوتکو دبمباریو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي په دې بمباریو کې خوست ته په ګډه تللې دده یوه ترور،دهغې خاوند اؤ دکور نور کسان هم وژل شوي دي.

هغه ویلي په کومه سیمه چې دابمبارۍ شوي هلته ټول دحالاتو نه په ګډه شوي وزیرستانیان اوسیدل اؤ دطالبانو ځالې چې دغلته نزدې اؤ دپاکستان پوځ ته معلومې دي هغې ته هیڅ نه دي ویل شوي.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیو پیغامونو کې خلک دې پېښه کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي کسان د شمالي وزیرستان کډوال معرفي کوي او وایي د شپې نا وخته د پاکستان د لوري نه په دوئ د جنګي الوتکو نه بمبار شوی دی.

دا حمله وروسته له هغې شوې چې دوه ورځې وړاندې شمالي وزیرستان کې دپاکستاني پوځ په یوه پوسته دترهګرو برید کې دیو افسر په ګډون اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي وؤ اؤ امنیتي سرچینو دعوه کړې وه چې برید دپولې دپورې غاړې(افغانستان)څخه شوی دی.

د پيښې ځینې عیني شاهدان او ټپیان وايي، چې په دې پيښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي وژل شوي اؤ د ټولو وژل شوؤ شمیره تر ۴۰ کسانو زیاته ده.

د سیمې نه یو تن طلا خان چې په خپله ټپي شوې او ځان د شمالي وزیرستان کډوال معرفي کوي په یوه ویډیو کې وایي، دوئ د پيشلمي ډوډۍ ته ناست وؤ، چې لومړی ډرون الوتکه راغله او بیا د پاکستان له خوا پرې د جیټ جهازونو نه بمبار وشو.

د هغه په خبره په دریو کورنو بمبار وشو، چې د یو کور28 نفره پکې مړه او نیزدې 20 کسان ټبیان روغتون ته راوړول شوي.

په ویډیو کې یو بل تن خپل ځان رنګین معرفي کوي وایي دکورنۍ ټول نفر 8 کسان یې په دې برید کې وژل شوي

هغه وایي ټولو ملکیانو، ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې کې هېڅ وسله وال تن نه ؤ.

په بنو کې د افغانستان نه راغلې د شمالي وزیرستان یو کډوال سخي وزیر وایي دا زمونږ کليوال دي او د مداخېل قام سره تړاو لري د ضرب عضب عملیاتو کې دوئ د بې کورۍ پرمهال افغانستان ته کډه شوي وو .

هغه وویل دوئ د وسله والو سره هیڅ اړه نه لري او بیرته راستنېدو ته لیواله وؤ.

د پاکستان پوځ د پېښې په اړه ددې رپورټ تر خپریدو څه نه دي ویلي خو تیره ورځ یې ورسره په پوله د شمالي وزیرستان تحصیل دته خېل کې په یو وسله وال برید کې دڅلورو عسکر وژل تاید کړي وؤ.

د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی ؤ.

وي او اې ډیواه په دې اړوند د خوست د والي ویاند قاري اختر عکرمه سره واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو هغه وویل بخښنه غواړم د کابل سره تماس کې شئ خو په خوست کې یو بل لوړ پوړي چارواکي د شناخت نه ښکاره کولو په شرط وویل دلومړيو معلوماتو له مخې د پاکستان سره په پوله د خوست ولایت سپېرې ولسوالې کې پاکستاني چورلکو د وزیرو په سیمه هوایي بمبار کړی چې پکې عام خلک وژل شوي دي.

هغه وویل دافغانستان طالبانو ددغه برید پلټنې پیل کړې دي او په هسپنالونو کې یې بیړنی حالت په ځایې کړی دی.

وي او ای ډیوه دبریښنا لیک یا ایمېل د لارې د پاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار نه دبمبارۍ دشوؤ دعوؤ په هکله پوښتنه کړې خو څه ځواب یې نه دی تر لاسه شوی.

خو دافغانستان نه یوې معتبرې سرچینې وي او ای ډیوه ته بیا دپاکستاني پوځ لخوا دافغانستان خاوره کې دشوؤ بریدونو پخلی کړی اؤ وایي افغان خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي په دې بریدونو دپاکستان سفیر ته سخت احتجاج کړی دی.

دغه سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته ویلي دخالي په ورځ کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان دافغانستان دبهرنیو چارو دفتر ته وربلل شوی اؤ خارجه وزیر امیر خان متفي ورته په دې پېښه دافغانستان احتجاج ریکارډ کړی دی.

سرچینې وایي دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر پاکستاني سفیر ته ویلي چې دا رقم پېښې په هیڅ حال کې د زغملو نه دي اؤ باید بیا لپاره پاکستاني ځواکونه دافغانستان په خاوره کې بریدونه ونه کړي ګنې په داسې بریدونو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابیدالی اؤ دامن دښمنان ددې خرابو اړیکو نه پخپله ګټه استفاده کولی شي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو له امله د یو لکو نه زیاتې کورنۍ دخپلو سیمو په پرېښودو مجبوره شوې وې چې پکې د 10 نه تر 15 زرو پورې کورنۍ د پولې پورې غاړه افغانستان ته کډه شوې وې.

خو هغه وخت د افغانستان حکومت ویلي وو د دوی سره یوازې 20000 کورنۍ د خوست په ګلان کېمپ کې رجسټرډ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG