لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې د افغان پوځ په جومات کې شوې چاودنه کې د سرتیرو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي


د افغانستان خوست ولایت کې د ملي اردو په یو جومات کې د جمعې په لمانځه کې شوې یو ځانمرګي برید کې د چارواکو په وینا ۲۵ سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي.

په خوست ولایت کې د ملي اردو مطبوعاتي مسئول تورن عبدالله وي اوی ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چاودنه د افغان سرتیرو په جومات کې د جمعې د لمانځل پرمهال رامنځته شوې.

عبدالله ویلي که څه هم تراوسه د شوې پېښې څرنګوالي نه ده معلومه، خو زیاتوي په چاودنه کې ۹ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې:٫٫ چاودنه دلیوا په مسجد کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امام د جمعې خطبې ویلو لپاره پورته شو. په دې برید زمونږ ۹ تنه زړه ور سرتیري او افسران وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي.٬٬

د خوست والي ویاند طالب منګل وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د اوښتي مرګ ژوبلې کچه زیاته ښودلی او زیاتوي چې په دې پیښه کې لږترلږ ۱۲ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه پیښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خوځايي ادارې د دې چاودنې ترشاه دافغانستان د دښمنانو لاس لرل ګڼلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG