لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبر ايجنسي : د گن شپ هيلي کاپټرو بمبارۍ کې ۵ جنگيالي وژل شوي


د راپورونو ترمخه گوله بارۍ کې د ملاتمانچي ايوبې مرکز تباه کړی شوی او پينځه جنگيالي وژل شوي دي
د راپورونو ترمخه گوله بارۍ کې د ملاتمانچي ايوبې مرکز تباه کړی شوی او پينځه جنگيالي وژل شوي دي
د قبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ په باړې تحصيل کې د پاکستاني پوځ لخوا د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د جنگيالو په پټو ځالو گوله بارۍ کې پينځه جنگيالي وژل شوي او د وسله والو پټ ځايو نه تباه کړی شوي دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه د اتوار په ورځ سحر د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د باړې تحصيل په مختلفو علاقو کې د جنگيالو په پټو ځايونو گوله باري شوې ده ، او سرچينې وايې بمبارۍ کې د ملا تمانچي ايوبي مرکز په نخښه کړی شوی دی .
د راپورونو ترمخه گوله بارۍ کې د ملاتمانچي ايوبې مرکز تباه کړی شوی او پينځه جنگيالي وژل شوي دي . او د کلنگ په علاقه کې هم د وسله والو پټ ځايونه په هدف کړی شوي دي .
د خالي په ورځ د خيبر ايجنسۍ په جمرود تحصيل کې د پوليو مخنيوي د ټيمونو په حفاظت مامورو خاصه دارو په گاډي بمي چاؤدنه شوې وه او ۱۱ خاصه دار پکې وژل شوي وو .
د راپورونو ترمخه د گن شپ هيلي کاپټرو نني عمليات تېره ورځ د پوليو ټيمونو په محافظو د شوې بريد په جواب کې ترسره شوي دي .
په داسې حال کې چې نن په خيبرايجنسۍ کې په جنگيالو بمباري شوې ، د خالي په ورځ د پاکستاني طالبانو تحريک حکومت سره د يوې مياشتې دپاره په غېرمشروط ډول د جنگ بندۍ اعلان کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG