لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې حکومت خلکو ته د سېلګرو د مېلمستیا دپاره د قرضونو پروګرام منظور کړو


 د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د سېلګرۍ نورې ودې د پاره يي په لرې پرتو علاقو کې ۲۱ ښائسته کلو ته ۳۷۲ کلو ميټره روډونو جوړولو باندې کار روان دې۔ دې تر څنګ کالام،کمراټ او کلاش د پاره خصوصي ټورزم اتهارټي هم جوړه کړې ده
 د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د سېلګرۍ نورې ودې د پاره يي په لرې پرتو علاقو کې ۲۱ ښائسته کلو ته ۳۷۲ کلو ميټره روډونو جوړولو باندې کار روان دې۔ دې تر څنګ کالام،کمراټ او کلاش د پاره خصوصي ټورزم اتهارټي هم جوړه کړې ده

د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په دریو ضلعو کې د سيلګرو د پاره د "هوم سټې" يا کورني مېلمستون جوړولو د سکيم منظوري ورکړې ده۔

د سېلګرۍ محکمې چارواکو وي او ای ډيوه ته وويلي د دې سکيم لاندې به په مانسهره، چترال او سوات کې ۵۰۰ تنانو ته څلور لاکه روپۍ قرضه په اسانو شرائطو ورکړل کيږي چې پرې خپل کور کې اضافي ګوټه جوړه کړې او د سېلګرو په پکې په اجرت مېلمستيا وکړې۔

سيلګري او حکومتي چارواکي وايي دې سره به ځايي خلکو ته د روزګار مواقع په لاس ورشي او سېل له تلونکي خلک به په کم خرچ او معياري د استوګنې ځايي ترلاسه کولې شي۔

د خېبر پښتونخوا د سيلګرۍ محکمې سيکټري عابد مجيد ډيوه ته وويل په دې سکيم به ۲۰۰ ميلينا روپۍ خرچ راځي۔ په دې کې به يو تن ته څلور لاکه روپۍ بغېر د سود نه قرضه ورکړل کيږي او دغه پېسې په پينځه کالو کې دننه دننه بېنک ته واپس کول وي۔ د قرضې د خېبر بېنک د لارې ورکړل کيږي۔

عابد مجيد وويل دا قرضې به د هغه سيمو خلکو ته ورکړل کيږي کوم چې د بازارونو لري دي او سيمو ته سيلګري راځي۔

" دې کې به ځوانان قرضه واخلي کور کې به يو کمره جوره کړې ورسره به يو واش روم وي، سيلګري به راځي هغه کمرې په کرايه اخلي چې ورسره ځايي خلکو ته روزګار او سيلګرو ته په ارزانه بيعه د استوګنې ځايي په لاس ورځي"

سيلګري د سېل لپاره د يو کمپنۍ مشر عظمت اکبر وايي د سېلګرۍ په موسم کې په شمالي علاقو کې په هوټلونو کې ډيره ګڼه ګوڼه وي نو که دا سکيم کامياب شي په هوټلو به رش کم شي

" سيلګري به د ځايي کلتور نه خبر شي، ځايي خوراکونه به کوي او دهغه ځايي خلکو ته به روزګار هم په لاس ورشي"

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د سېلګرۍ نورې ودې د پاره يي په لرې پرتو علاقو کې ۲۱ ښائسته کلو ته ۳۷۲ کلو ميټره روډونو جوړولو باندې کار روان دې۔ دې تر څنګ کالام،کمراټ او کلاش د پاره خصوصي ټورزم اتهارټي هم جوړه کړې ده چې ورسره به صوبه خي سيلګري وده ومومي او د ځايي خلکو د پاره به د روزګار مواقع هم په لاس ورشي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG