لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات محمود خان د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا دپاره نامزد شو


محمود خان
محمود خان

پاکستان تحریک انصاف چې د جولايي په انتخاباتو کې یې د صوبايي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې چوکۍ گټلې دي د صوبې د اعلا وزیر دپاره یې د سوات محمود خان نامزد کړو.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د تحریک انصاف د مطبوعاتو د څانگې یو مسئول افتخار دراني په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاټو د گوند د فېصلې اعلان وکړو.

"د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین محمود خان د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا دپاره نامزد کړو،" ښاغلي دراني وویل.

د صوبې په تاریخ کې به محمود خان د سوات نه وړمبی وزیراعلا وي.

د جولايي د ٢٥ مې نېټې په عامو انتخاباتو کې محمود خان پلرنۍ سیمې سوات نه د صوبايي اسمبلۍ خپله چوکۍ بیا گټلې ده.

محمودخان د خېبرپښتونخوا د پي ټي ايي په تېر حکومت کې وزیر و او مختلف وزراتونه یې په لاس کې و چې پکې ثقافت، سیاحت، اثار قدیمه، اوبه خور او د قبایلي چارو وزارتونه شامل وو.

محمود خان د سوات د مټې دی او په کال ١٩٧٢ کې د ډاکټر محمد خان په کور کې زېږېدلی دی. ابتدائي تعليم یې په سوات او په زراعت کې یې د اېم اېس سي ډگري د پېښور یونیورسټۍ نه ترلاسه کړې ده.

محمود خان په مختلفو مدونو کې د خدماتو ترسره کولو ورسته په کال ٢٠٠٠ کې یې سیاست پېل کړو. په کال ٢٠٠٥ کې د خپلې سیمې د ناظم انتخابات وگټل. او بیا په کال ٢٠١٣ کې د خپلې حلقې نه یې د پي ټي ايي په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ وگټله.

نامزد شوی وزیراعلا د یو عوام دوست، مېلمه پاله او د خپلې حلقې د ولس په غم ښادۍ کې شريک سیاستدان پېژندل کیږي او د ښو اخلاقو د انسان په توگه شهرت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG