لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر په ډیره اسماعیل خان کې د کرونا څارملنې مرکز کتنه وکړه


په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي
په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي

د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د ډیره اسماعیل دورې پرمهال د ایران څخه راتلونکو زایرنو لپار جوړه کړی شوې د څارملنې مرکز جاج واخیستو او په دې يې د اطمینان څرګندونه وکړه.

په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي.

هغه زیاته کړه د نور انتظاماتو ترڅنګ پینځه وینټلیټر یا رضاکار په مفتی محمود روغتون کې موجود دي او دولسو نور وینټلیترز انتظام به برابر کړی او د اطمینان څرګندونه وکړه.

اعلی وزیر وویل دوی د صوبې حکومت د کرونه وایرس د مخنیوي پرخلاف ژمن دي او د صوبې په فنډ ټول انتظامات برابروي او د کرونا په بشبړه ډول مخه نیولو لپاره به ټولې وسیلې کارو وي.

د یوې بلې پوښتنې چې ځینې خلک د سکولو کاجونو او پوهنتنونو کې د څارملنه سنټر په جوړولو اندیښنې لري چې دې نه به تر ډیره موده ماشومان د زدکړو پروسه متاثره کیږي نو په ځواب کې وزیراعلی وویل په صوبه کې د سکولونو بندولو د خلکو لخواه د غونډو جوړولو باندې د بندیزونو ګامونه د کرونه مخنوی په خاطر پورته کړی شوي دي.

زیاته کړه باید د سکونو ماشومان په کورونو کې بند وساتل شی تر څو چې کرونه وائرس قابو کې نه وی رواستل شوې

په خیبر بختونخواه صوبه کې تر دې مهاله 19 د کرونا وایرس پیښې مخې ته راغلې چې پکې دوه کسان مړه شوی.

اعلی وزیر د دوئی په مړینه افسوس څرګندونه وکړه او یې وايل چې کم ځائی کې پاتې شوې وه هغه ټوله سیمه بند کړې چې دا کرونا وائرس نور خور نشی هغه وویل ټولې صوبه نه تړې خو که په یو ځائی کې چا کې وایرس وموندل شی بیا به هغه سیمه تر چه مودې تړی

اعلی وزیر نورو خلکو ته د احتیاط کولو غږ وکړو.

کمشنر ډیره جاوید مروت خبری غونډې ته وویل ګومل میډیکل کالج د څارملنې مرکز په توګه ځانګړی کړی شوی دی چې پکې د 250 کسانو لپاره د څارنې اودرملنې انتظام برابر کړی شوی او پکې یو کس ته یوه کمره خانګړې کړی شوې دهږ

د اعلی وزیر په خبره د ایران څخه تفتان د لارې خوا او شا نور 246 زایرین راوستل کیږي چې څارنه او درملنه به یې دې په دغه مرکز کې کولی شي.

د ایران څخه د دې نه وړاندې 19 کسان راوستول شوي چې پکې پینځلس کسانو کې کرونا وایرس معلوم شوی او دغه کسان د ډیراسماعیل په درازنده سمیه کې په تحصیل روغتون کې ساتل کیږی چې سیمه ایز خلک د انتظاماتو د نشت والي په وجه د کرونا ويرس د خوریدو اندیښنې لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG