لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې ځنګلې ځناورو دپاره محفوظې علاقې زیاتې شوي دي


د ځګلاتو د محکمې يو افسر طيب خان وي او ای ډيوه ته وويل په صوبه کې نورې ډيرې داسې علاقې دي چې خوندې شي او د ځناورو په بقا او د ځنګلو رقبه زياتيدو د پاره ګټورې ثابتېدې شي
د ځګلاتو د محکمې يو افسر طيب خان وي او ای ډيوه ته وويل په صوبه کې نورې ډيرې داسې علاقې دي چې خوندې شي او د ځناورو په بقا او د ځنګلو رقبه زياتيدو د پاره ګټورې ثابتېدې شي

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي په صوبه کې د ځنګلي ځناورو د تحفظ د پاره د خوندي علاقو مجموعي رقبه یې د لس فيصيده نه تر پينځلس فيصده پوري د زیاتولو هدف ترلاسه کړی دی۔

څېړونکي وايي د حکومت د دغه ګام په نتېجه کې به په صوبه کې د ځنګلي ځناورو ژوند او ځنګالات محفوظ خو سيلګري وايي په نوو او په پخوانیو خوندي علاقو کې حکومت کوم ډير سنجيده ګامونه نه دي پورته کړل شوي۔

د خېبر پښتونوخوا د وزير اعلا محمود خان دفتر په یوه خبر پاڼه کې ويلي صوبه کې لس فيصد رقبه د ځنګلي ځناورو د پاره خوندي ټاکل شوي وه خو اوس دغه پينځلس فيصد ته ورسيدله چې صوبايي حکومت ځان ته هدف ټاکلی و۔

د خبر پاڼې ترمخه په صوبه کې د خوندي علاقو رقبه پينځلس لکه څلور شپيته زره هيګټره ته رسېدلې ده۔ دا رقبه د خېبر پښتونخوا د ټولې رقبې قریباً پينځلس فيصده جوړيږي۔

د خېبر پښتو نخوا ايبټ اباد ډويژن ډيپټي چيف کنزويټو افسر فايق خان وويل داسې خوندي علاقو کي ځنګلي ځناور او ځنګلې په قدرتي ماحول کي وده وومي۔ "خلکو ته احساس وشي چې دا علاقه د ځنګلي ځناورو ، مرغو او ځنګلو د پاره مهمه ده"

په خبر پاڼه کي وويل شوي چې په صوبه کې دې نورې داسې علاقې وکتل شي چې هغه خوندي کېدي شي،

د ځګلاتو د محکمې يو افسر طيب خان وي او ای ډيوه ته وويل په صوبه کې نورې ډيرې داسې علاقې دي چې خوندې شي او د ځناورو په بقا او د ځنګلو رقبه زياتيدو د پاره ګټورې ثابتېدې شي۔

"دا خوندي علاقې مونږ د انسانو، ځناورو او نورو خطرو نه محفوظ ساتو، د دې د پاره مونږ ځايې خلکو ته هم تربيه ورکړي وي او هغوي مونږ سره د دې په حفاظت کې مرسته کوي، دې کې ونې بوټې، ځناور او بوټې ډير خوندي وي"

د سېلګرۍ د يوې کمپنۍ مشر عظمت اکبر وايي د صوبې د سېلګرۍ ټولو ځايونو ته خلک د سېل د پاره بوځي. هغه زیاته کړه دا د بد مرغۍ خبره ده چې د حکومتي دعوو برعکس دوی په خوندي علاقو کې د حکومت سنجيده ګامونه نه ويني ، د ځنګلي ځناورو شمېر ورځ تربله کميږي او هم دغه خوندي علاقو کي خلک ونې بوټي هم وهي۔

عظمت اکبر وویل د کمراټ تر څنګ نور پارکونه لکه د چترال ګولن ګول پارک ، لولو پتسر او بروغل پارکونو کې پکار ده چې حکومت هلته ښکاره ګامونه واخلي. “ کمرات کې اوس هم نوې ابادۍ کيږي، خلک بوټي وهي، نو حکومت له پکار ده چې عملي ګامونه پورته کړې او دې دې خوندې علاقو خيال وساتي

د صوبايي حکومت په خېبر پاڼه کې په خوندي علاقو کې د نيمګړتياو په اړه څه نه دي وويل شوي خو د وزير اعلا د خولې پکې ليکل شوي چې په صوبه کې دې د ځنګلي ځناورو او مرغو تحفظ يقيني کړی شي او د خوندي علاقو نورو زياتولو باندې خصوصي توجه ورکړل شي۔


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG