لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرمه کې د قومي اسمبلۍ په ضمني انتخاب کې ۲۸ کسان د نامزدګۍ خواهشمند دي


د کرمې دغه چوکۍ د منیر اورکزي د مرګ نه پس خالي شوي ده. د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې هغه د سیمې نه د قومي اسمبلۍ غړی یا اېم اېن ای منتخب شوی و
د کرمې دغه چوکۍ د منیر اورکزي د مرګ نه پس خالي شوي ده. د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې هغه د سیمې نه د قومي اسمبلۍ غړی یا اېم اېن ای منتخب شوی و

د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې د قامی اسمبلۍ په حلقه NA-45 د ضمني ټاکنو د پاره ۲۸ خواهشمندو امیدوارنو خپل اسناد د ټاکنو کمیشن یا الېکشن کمېشن سره جمع کړي دي. دغه ټاکنې د فرورۍ په نولسمه نیټه کېدونکي دي.

د کرمې دغه چوکۍ د منیر اورکزي د مرګ نه پس خالي شوي ده. د ۲۰۱۸ په عامو انتخاباتو کې هغه د سیمې نه د قومي اسمبلۍ غړی یا اېم اېن ای منتخب شوی و.

د کرمې ضلع په NA-45 حلقه کي د رجسټر شوؤ ووټرانو شمېر یو لاک, اتیا زره, نهه سوه اؤ یو دیرش دی. په دغه ووټرانو کې اووه اوویا زره څلور سوه پینځه اتیا ښځینه ووټرانې دي.

په سیمه کښي د ټاکنو کمیشن د چارواکو په وینا دا مهال د اته ویشت د خواهشمندو امیدوارانو د اسنادو جاج اخېستل کېږي اؤ په اتلسم جنورئ دغه عمل سر ته د رسېدو نه پس به په شلمه جنورۍ د حتمي امیدوارانو فهرست جاري کړي شي.

د انتخاباتو د چارواکو په وېنا امیدوارانو ته به انتخابي نښانونه په یویشتمه جنورۍ وکړی شي.

چارواکي وايي د نولسم فرورۍ ټاکنو د پاره به قریبا" یو سل و دیرش پولنګ سټیشنې جوړولی شي.

د ټاکنو کمیشن یو ځاي چارواکي ساجد علي VOA ډیوه سره مرکه کي اندیښنه څرګنده کړه چې د ډیر یخ موسم له وجې شاید دغه ضمني ټاکنې ځنډ وخوري. هغه البته زیاته کړه چې په سیمه کښي د امنیت وضع أرامه اؤ د ټاکنو د پاره موافق ده.

په کال دوه زره اتلسم کي شویؤ عامو ټاکنو کي د دغه حلقې نه د جمیعت علماء اسلام فضل رحمن ډلې امیدوار حاجی منیر اورکزي په شپاړس زره درې سوه درې پنځوس ووټونو کامیاب شوی و. اؤ د کال دوه زره نولسم د صوبايي اسمبلۍ به لومړو ټاکنو کي هم د مولانا فضل رحمن د ګوند امیدوار محمد ریاض بریالی شوی و.

خو اوس د قامی اسمبلۍ د ضمني ټاکنو د پاره هیڅ کوم سیاسي ګوند خپل ټکټ چا له نه دی ورکړی اؤ اته ویشت واړه خواهشمنه امیدوارانو په ازاد حیثیت خپل اسناد د ټاکنو کمیشن سره جمع کړي.

د ضمني ټاکنو په هکله یو ځایي مشر حاجی ضیاءالله وايي چې امکان دی دغه ټاکنو کي به ډیر ووټونه وانه چول شی ځکه چې د هغه په وینا هیڅ کوم نوی یا ځوان کاندیت مخې ته نه دی راغلی اؤ د پخوانو امیدوارانو نه د اولس ډیره طمع نشته.

د ټاکنو کمیشن د سینټ ټاکنو نه وړاندې د هیواد نورو برخو کښي خالی شوؤ څوکیو باندې ضمنی ټاکنو کولو په څیر د کرمې ضلع په دغه خالی څوکۍ د ټاکنو اعلان کړی چې دغسې یوه اساسي تقاضه په وخت تر سره شی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG