لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: صنعت کارانو ته خنډان جوړېدونکو قوانینو او قاعدو کې اصلاحات ضروري دي 


په خېبر پښتونخوا کې د وړو او درميانه کاروبارونو د پرمختګ ادارې يا سميډه مشر راشد امان وايي د قبايلي سيمو په شمول د خېبر پښتونخوا نورو علاقو کې د روزګار او تجارت موقعې شتون لري خو صنعتکارو د پاره په قانونو کې اسانۍ پېدا کولو سره د دغې نه په لويه کچه ګټې پورته کېدلی شي
په خېبر پښتونخوا کې د وړو او درميانه کاروبارونو د پرمختګ ادارې يا سميډه مشر راشد امان وايي د قبايلي سيمو په شمول د خېبر پښتونخوا نورو علاقو کې د روزګار او تجارت موقعې شتون لري خو صنعتکارو د پاره په قانونو کې اسانۍ پېدا کولو سره د دغې نه په لويه کچه ګټې پورته کېدلی شي

په خېبر پښتونخوا کې صنعتي ماهرين وايي تجارت او صنعت ته ودې ورکولو د پاره په هغه قوانينو او قاعدو کې بدلون او اصلاحات راواستل مهم دي چي صنعت کارو ته په سرمایه کارۍ کې خنډان جوړوي۔

په دې حقله د پېښور يو مقامي هوټل کې د دستورې تابيا شوی وه چې پکې د خېبر پښتونخوا او د وفاق سرکاري محکمو چارواکو ترڅنګ تاجرانو هم ګډون وکړو۔

په خېبر پښتونخوا کې د وړو او درميانه کاروبارونو د پرمختګ ادارې يا سميډه مشر راشد امان وايي د قبايلي سيمو په شمول د خېبر پښتونخوا نورو علاقو کې د روزګار او تجارت موقعې شتون لري خو صنعتکارو د پاره په قانونو کې اسانۍ پېدا کولو سره د دغې نه په لويه کچه ګټې پورته کېدلی شي۔

" زمونږه چې کومه خېبر پښتونخوا سيمه ده نو دلته د تجارت موقعې شته، نو خاص کر مونږه په دې کې د پولې هغه اړخ ته تجارت کول غواړو نه صرف افغانستان سره بلکې منځۍ اېسيا سره هم، دې کې پاليسيو يا تګ لارو کې کومې مسلې دي هغه مونږه په نښه کړي دي چې څنګه مونږ په هغې کې اسانۍ پېدا کولی شو، په هغې کې کسټم محکمه ده، ايف بي ار دې او داسې نورې صوبايي ادارې هم دي او زمونږه مقصد د پولې بل اړخ ته تجارت سېوا کول دي"

د يادې ادارې رحمه رياض وېنا وه د صوبې د سرمايه کرارۍ ادارې يعنې بورډ اف انوسټمنټ د لار ښوونو ترمخه سميډه ښځينه سوده ګرو ته د انټرنټ د لارې کاروبار کولو او لويو مارکيټونو ته د رسايې تربيت ورکوي۔

" زمونږه مېرمنو سره د انټرنټ او کمپيوټر د تعليم يا پوهې هم کمی دی، نو د سميډه به زه دا ووېم چې مونږه د کرونا وبا په دې حال کې ښځو ته انلان تربيت او د هغوئ چې کوم صلاحيت دی انټرنټ او انلان شيانو ته کومه رسايي ده چې هغې سېوا کولو د پاره يې تربيه کړو، او دا ننې چې کومه غونډه د بورډ اف انوسټمنټ لخوا ده رېګولېشنز يا قاعدو حوالې سره نو دې د پاره به مونږه مېرمنو ته خاص تربيت ورکوو چې هغوئ به دا نظام څنګه د ځان د پاره کارولی شي"

د غونډي په مهال د صنعت او تجارت د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلی صلاح کار عبدلکريم خان مشر مېلمه و۔

د نوموړي وېنا وه صوبايي حکومت چمتو دی چې ملکي او غېر ملکي سرمايه دارو ته په خېبر پښتونخوا کې د روزګار په لړ کې کوم خنډان مخې ته راځي هغه لرې کړي او د افغانستان او منځنۍ اېسيا سره تجارت وده وکړي۔

" دې وخت کې خېبر پښتونخوا کې پنځه لارې خلاسې دي، لکه غلام خان، خرلاچي او ورسره اوس ارندو هم به پرانستلی شي، زمونږه چې څومره معدنيات دي نو هغې باندې لګ کار کول غواړي نو بيا ټول اېکسپورټ يا برامد کول دي او دغه شان زمونږه د تيلو او ګېس سېکټر يا برخه هم ده، خېبر پښتونخوا حکومت به تاسو ته ( سرمايه کارو ته) اسانۍ پېدا کوي، تاسو انلاين خپلې پښتنې کولی شۍ او مونږه به تاسو ته ځواب درکوو، مونږه به تاسو له په ويډيو لنګ ميټنګز يا غونډې کوو، او اېګريمنټ لاس ليک پورې به مونږه په ويډيو لنک کوو"

د چارواکو وېنا وه چې تېرو شپږو مياشتو دوران څه کم 50 هغه نقطې په قانونو او رېګولېشنز يا قاعدو کې په نښه کړل شوي کومې چې د تجارانو د پاره مشکل پېدا کوي۔ د هغوي وېنا وه د وزير اعظم عمران خان په هداياتو به د دوو کالو دوران ځيني هغه رېګولېشنز يا قاعدو کې بدلون راوستلې شي او يا ځيني به په مکمله توګه ختم کړل شي د کوم له امله چې تجارت پرمختګ نه شي کولی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG