لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د یونېورسټیو کارکوونکي په مراعاتو کې د مجوزه کمي مخالفت کوي


د پېښور پوهنتون د استازانو د اتحاديي مشر پروفېسر فضل ناصر وي او ای ډيوه ته وويل چې حکومت د مالي کال 2017-18 نه را په دېخوا د لوړو زده کړو په بجټ کې قریباً 50 فيصده کمی راوستی چي له امله يې پوهنتونونه د مالي بحران سره مخ شوي دي
د پېښور پوهنتون د استازانو د اتحاديي مشر پروفېسر فضل ناصر وي او ای ډيوه ته وويل چې حکومت د مالي کال 2017-18 نه را په دېخوا د لوړو زده کړو په بجټ کې قریباً 50 فيصده کمی راوستی چي له امله يې پوهنتونونه د مالي بحران سره مخ شوي دي

د خېبر پښتونخوا په کچه د پوهنتونو د ملازمينو د اتحاديي غړو د صوبايي حکومت نه غوښتنه کړې چې هغه اعلاميه دې بېرته واخلي په کومه کې چې د دوی د مراعاتو يا الاونسز د کمولو غوښتنه شوي ده ګني نو په لويه کچه به په احتجاج لاس پورې کړي۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا د حکومت ترجمان او د لوړو زده کړو د پاره د وزير اعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش وايي چې د صوبې پنځه پوهنتونونه د مالي بحران سره مخامخ دي او حکومت نه شي کولې چې نور ګرانټس ورکړي ځکه يې د ملازمينو په مرعاتو کې د کمي کولو پرېکړه کړې۔

په خېبر پښتونخوا کې د پوهنتونو د ملازمينو د اتحاديي غړو په پېښور پريس کلب کې خبري غونډې په مهال د صوبايي حکومت نه د هغې نوټيفيکېشن يا اعلاميي واپس اخستو غوښتنه وکړه په کومه کې چې د دوئ د مرعاتو کمولو په اړه ويلې شوي او دا خبره پکې په نښه کړل شوې چې پوهنتونو ملازمينو ته به د عامو سرکاري ملازمينو په څېر مراعات يا الاونسز ورکولې شي۔

د اتحاديي مشر صلاح الدين وي او ی ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت د پوهنتونو خود مختارۍ ختمولو کوشش کوي ځکه يي د پوهنتونو د پاره دغه اعلاميه جاري کړې، نوموړی وايي د حکومت دغه ګام د پوهنتونو د پاره وضع کړل شوي ځانګړي قانون پرضد دې۔

صلاح الدین وویل د صوبايي حکومت په اعلامیه کې ويل شوي چې سول سرونټس يا عام سرکاري ملازمينو ته په کومه شرح الاونسز يا مرعات ورکول کېږي هغه دوئ ته ورکړي خو "مونږه يو اټانومس باډي يا خودمختاره واک لرونکي يو او په مونږه باندې خپل قوانين لاګو کېږي، او مونږه د 1981 هغه مرعات اخلو او دوئ يې اوس مونږه نه لرې کوي، او په صوبايي حکومت کې چې کوم خپل سېکټېريټ دې هغوي اوس خپل 35 فېصده نه 50 فيصده ته الاونسز يا مرعات سېوا کړل"

د اتحاديي غړو وېنا وه چې صوبايي حکومت د دوd د بچو د تعليم، د صحت او نور بنيادي مرعاتو کې کمي کولو په اړه د پوهنتونو اتظاميي ته دغه اعلاميه جاري کړې۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان او د لوړو زده کړو د پاره د وزير اعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش وايي چې پوهنتونه د مالي بحران سره مخ دي ځکه حکومت د ملازمينو د اضافي مراعاتو کمولو پرېکړا کړې۔

کامران بنګښ وویل " دومره زيات الاونسز د پوهنتونو د مالي خسارې باعث جوړ شوي دي، الاونسز به مونږه کټ کوو ځکه چې صوبايي حکومت سره دومره وسائل نشته دې، استاذانو ته دا درخواست دې چې په درس وتدريس باندې دې توجو ورکړي او سياسي بيان بازۍ او سياسي پالېسو باندې تنقيد کولو نه زياته ضروري دا ده چې د خپل پوهنتون په معيار باندې دې توجو ورکړي"

د پېښور پوهنتون د استازانو د اتحاديي مشر پروفېسر فضل ناصر وي او ای ډيوه ته وويل چې حکومت د مالي کال 2017-18 نه را په دېخوا د لوړو زده کړو په بجټ کې قریباً 50 فيصده کمی راوستی چي له امله يې پوهنتونونه د مالي بحران سره مخ شوي دي۔

" د درې کالو نه که تاسو وګورۍ نو د لوړو زده کړو په فنډ باندې 50 فيصده کټوتي راغلې ده، په 2017-18 کې يو کهرب او نه اربه روپۍ مختص وې او اوس سږکال 64 اربه روپۍ دي، نو نيغ په نېغه خو 45 اربه روپۍ يې کټ لګولې دې، او دې سره سره نوې پوهنتونونه هم جوړ شول نو هغه پېسې اوس دغه پوهنتونونو ته هم ورکړې کېږي، نو دوئ وايي چي ستاسو څه الاونسز دي نو هغه د وفاقي حکومت الاونسز يا مرعات دې او مونږه د فېډرل حکومت لاندې راځو مونږه د ايچ اي سي لاندې راځو"

په خېبر پښتونخوا کې د پوهنتونو د ملازمينو د اتحاديي مشرانو وېنا وه که چېرې صوبايي حکومت دغه نوټيفيکېشن يا اعلاميه واپس وا نه خستله نو د پوهنتونو استاذان او نوره عمله به په لويي کچه احتجاج باندې لاس پورې کړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG