لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا: په څلورو ورځو کې نهه پوليس په بريدونو کې ووژل شو


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې په تازه بريد کې د پولیسو په ګاډو د نامعلومو وسله والو په حمله کې د پولیس حوالدار په ګډون پینځه پولیس عسکر وژل شوي او د پولیسو افسر ډي اېس پي سره اووه نور ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک او بنو کې پرله پسې دا بريدونه وشو او په څلورو ورځو کې پکې نهه پوليس ووژل شو.

د تازه پېښې په اړه د ډېره اسماعيل خان د پولیسو ویاند امتیاز علي جنجوعه واس اف امریکا ډيوه سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي ماښام د ډېره اسماعیل خان تحصیل کلاچي سیمه کې د ډي اېس پي په مشرۍ پولیس په دوه ګاډو کې په ګزمه وو چې په دغه مهال وسله والو لومړی پرهغوي توغندی داغلی او بیا يې پرې ناتاره ډزې کړي.

هغه ویلي په دغو ډزو کې حوالدار کامران، سپاهي جمشید، سپاهي منور، سپاهي میرزاعلي او ډراییور عبد رحمان وژل شوي او د پولیس د علاقې افسر ډي اېس پي فضل سبحان په ګډون اووه نور عسکر ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي چې ترهګر پولیسو ته د وړاندې نه پټ‌ ناست وو او چې کله د پولیسو د ګشتي پارټۍ دوه ګاډي د کلاچي بازار چوک یادګار سیمې ته راورسېدل نو د وړاندې نه پټو وسله والو لومړی په دوی اکټ ورداغلې چې له وجې په یو ګاډي اور ولګیدو او په دویم ګاډي یې د ډزو دومره چټک برید وکړو چې پولیسو ته یې هډو د مقابلې موقعه په لاس ور نه کړه.

د پولیسو ویاند په وینا د پولیسو ګشتي پارټۍ د ډی ایس پي فضل سبحان په مشرۍ د امنیت په خاطر په ګزمه وه او په دې پېښه کې ژوبل شوي عسکر روغتون ته وړل شوي او وسله وال تر برید وروسته تښتیدلي دي

تر اوسه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

کلاچي د ډېره اسماعيل خان د ښار څخه نیزدې 30 کلو میټره لرې سویل لودیز سیمه ده او د اپریل په دویمه پکې پاکستان پوځ د وسله والو پضد عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې د درېو ترهګرو د وژل کېدو دعوه کړې وه.

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او نورو بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم په پوځ او پولیسو دغسې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې په سوونو پوځي او پولیس افسران او ځوانان وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

له دې پیښې وړاندې روانه میاشت د ډیره اسماعیل خان په کلاچي، د بنو جاني خېل او کرک په لتمبر سیمه کې په پولیسو بیلا بیل وسله وال بریدونه شوي چې پکې شپږ عسکر وژل شوي دي؟

په پولیسو ورستې برید تیره شپه د کرک په لتمبر سیمه کې شوی وو چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د جنورې په پینځمه دعوه کړې وه چې په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي خو څیړونکي وایي په افغانستان کې طالبان په واک کې د راتلو وروسته دغلته پاکستاني طالبانو د البدر په نوم عملیات پیل کړي دي.

البدري د طالبانو هغه ډله ده چې د افغان حکومت غورځولو لپاره کارول شوې وه.

د اګست په میاشته کې جاري کړی شوو سرکاري شمیرو تر مخه په تیرو 20کالو کې د خېبر پښتونخوا صوبې دننه دترهګرۍ په بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه 1508 پولیس سرتیري او‌ افسران وژل شوي دي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دې شلو کالو کې په خیبر پښتونخوا کې دوه ډي ایي جیز چې پکې یو د صوبې د پولیسو مرستیال مشر صفت غیور هم شامل وو،یو ایس ایس پي، شپږ اېس پي،17 ډي اېس پي افسران،32 انسپکټران،125 سب انسپکټران ،85 ای ایس ایي افسران،او 152 حولداران وژل شوي دي.

همدا شان 1087 دپولیس سپاهیان هم په دې جګړه کې قرباني شوي چې ښځینه پولیسې هم پکې شاملې دي.

په وژل شوو سپاهیانو او افسرانو کې 180 شمیره د ډیره اسماعیل خان پولیسو شامله ده.

په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر معظم جان انصاري په راتلونکې کې د صوبې د امنیت دپاره د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان (ټي ټي پي) په پرتله داعش خراسان غټه خطره بللې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG