د امریکې په کېنټکي ریاست کې د پوځ دوه بلېک هاک نومې هېلې کاپټرې یو بل سره د ټکر وروسته غورځېدلي چې له امله يې نهه پوځي عسکر مړه شوي دي.
د پوځ ترجمانې نونډېس ترمن د زیارت، پنجشنبې، په سحر د پېښې تصدیق وکړو.
ترجمانې وویل دغه پېښه د شورو، چهارشنبې، په شپه د پوځ د معمول مشقونو په مهال شوې ده او په دې اړه تحقیقات شروع کړی شوې دي.
د هېلې کاپټرو د پېښې د ځای سره نژدې اوسېدونکي یو تن نېک ټومسزيوسکي ای پي خبري ادارې ته وویل چې د کور سره نژدې یې دوه هېلې کاپټرې ولېدې چې د یو بل سره يې ډېر نژدې پرواز کولو.
ټومسزيوسکي وویل هېلې کاپټرو چکر ووهلو او بېرته راوتاوې شوي او بیا لکه د اور د بال (توپ) په شان په اسمان کې اور ولېدل شو.
هغه وویل پوځي هېلې کاپټرو مشقونه د معمول خبره ده او په پېښه کې تباه شوي هېلې کاپټرې په غیر معمولي توګه د یو بل سره نژدې الوتلې.
پوځ وویل د هېلې کاپټرو پېښه د کېنټکي او د ټېنېسي ریاست د پولې سره نژدې شوې ده.
ای پي وويل تېره میاشت د ټېنېسي نېشنل ګارډ نومې ځواک دوه پايلټان د تربيتي مشقونو په مهال د هېلې کاپټر په غورځېدو کې مړه شول.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي