لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باسکټ بال مشهور لوبغاړی کوبی براینټ د هیلي کاپټر په غورځیدو کې وژل شوی


واشنگټن : په ټوله نړۍ کې د لوبو مینه وال د داسې ټکو موندلو لپاره مبارزه کوي چې بیان کړي ترڅو دوي د امریکا د باسکټ بال پخواني نامتو لوبغاړي کوبی براینټ ناڅاپي مړینې په اړه څنگه احساس وکړي.

برینټ او د هغه 13 کلنه لور گیانا د اتوار/یکشنبه په ورځ د امریکا کیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار نه بهر په غونډیو کې د هیلي کاپټر د غورځېدو له امله وژل شوي دي.
د خبرونو ترمخه دوي د ځوانانو د باسکټ بال ټورنامنټ /سیالۍ ته روان وو.

کوبی براینټ 41 کلن و.

براینټ د خپل کور نه په لاس انجلس کې لوبو ته د تگ لپاره د هلي کاپټر کارولو لپاره مشهور و ترڅو د ښار د زیات او ناوړه ټرافیک مخه ونیسي.

د امریکا لاس انجلس د کاونټي شیرف یا د پولیسو دفتر ویلي چې د مرکزي چارواکو په مرسته پلټنې روانې دي خو تر دې دمه د دې پیښې لامل کیدو په اړه هیڅ معلومات ندي ورکړي.
د پولیسو مشر الیکس ولاینیوا د وژل شو کسانو له پیژندلو څخه ډډه وکړه ، او وویل چې د هغه دفتر به تر هغه انتظار وباسي تر څو چې چارواکي خپل کار سرته ورسوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټویټر په خپل یو لنډ ټویټ کې لیکلي دا "بد خبر"او د هغه میرمن میلانیا ټرمپ هغه ټولو ته " فکرونه او دعا" لیږي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړی.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباماچېد باسکټ بال یو لوۍ مینه وال دی ټویټ کړی چې براینټ " اوس له د باسکټ بال خپل کیریر وروسته د یو دوهم بامقصد عمل پیل کړې و" .

د باسکټ بال یو پخواني لوبغاړي کریم عبد الجبار کوبي براینټ په اړه ویلي چې "هغه سړی دی چې د لوبغاړي نه ډیر زیات څه و".

د یو باسکټ بال یو بل نامتو لوبغاړي شکیل او نیلټویټ کړی "زه اوس ناروغ یم" .

براینټ به د باسکټ بال په تاریخ کې غوره لوبغاړو په توگه پیژندل کیږي. هغه د باسکټ بال خپل ټول کیریر لاس اینجلس لیکرز سره تیرکړی و.په 2008کال کې یې د امریکا نیشنل باسکټ بال ایسویشن (این بي اې)پنځه اتلولي او د لیگ خورا ارزښت لرونکي لوبغاړي جایزه وگټله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG